لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سمندرونو کې د پلاسټېک خيچن والی به د 2040 پورې يو په درې سېوا شي


د تحقيقي ادارې مشر مارکس اېرېکسن په يو بيان کې ويلي “مونږ د پېړۍ په بهير کې موندلي چې په نړيوال سمندرونو کې د پلاسټېک وړه خځله د حيرانونکي حده پورې ډېره شوې ده”
د تحقيقي ادارې مشر مارکس اېرېکسن په يو بيان کې ويلي “مونږ د پېړۍ په بهير کې موندلي چې په نړيوال سمندرونو کې د پلاسټېک وړه خځله د حيرانونکي حده پورې ډېره شوې ده”

د نړۍ سمندرونو ته د پلاسټېک خځلې بهير د کال 2005 نه راپه دېخوا په غير متوقع توګه ډېر شوی او کارپوهان وايي که په ضد يې چټک ګامونه وانخستل شول نو دا به د 2040 پورې يو په درې سېوا شي.

د امريکايي تحقيقاتي ادارې فايو ګايرز انسټيټيوټ د يوې اندازې مطابق د کال 2019 پورې 171 ټريلين د پلاسټېک خځله سمندرونو ته تللې ده.

اداره وايي که منلي شوي نړيوال قوانين په ځای نه کړی شول د پلاسټېک د لاسه د اوبو خيچنوالی به د کال 2040 پورې نزدې 2.6 چنده سېوا شي.

دا تحقيق د کال 1979 نه تر کال 2019 پورې د 11,777 ځايونو نه د سمندري اوبو په سر د موندل شوي پلاسټېک د خځلې نه ترتيب شوی او شپږ غټ سمندرونه يې ځای په ځای کچ کړي.

د تحقيقي ادارې مشر مارکس اېرېکسن په يو بيان کې ويلي “مونږ د پېړۍ په بهير کې موندلي چې په نړيوال سمندرونو کې د پلاسټېک وړه خځله د حيرانونکي حده پورې ډېره شوې ده”.

هغه وايي “مونږ د متحده قامونو لخوا ټينګ قانوني عمل غواړو چې خځله کوم ځای پيدا کيږي هم هغلته يې غور وکړی شي”.
مايکرو پلاسټېک لا د پلاسټېک نرۍ خځله په خاصه توګه د سمندرونو د پاره ډېره نقصاني ده چې نه يواځې اوبه خيچنوي بلکې د سمندر دننه د ژوندي ژوو د پاره ډېره خطرناکه ده ځکه هغه يې په تېروتنه د خوراک په توګه خوري.

کارپوهان وايي د تحقيق نه ثابيتيږي چې د سمندر دننه د پلاسټېک د خځلې کچه ډېره کمه ګڼل شوې او د اسټريليا د اينوايرنمېنټل ساينس سولوشن نومې ادارې يو ساينس پوه پال هاروي وايي “تازه معلومات ښايی چې دا کچه بېخي ډېره ده او د سوچ نه هم اوړېدلې زياته ده”.

متحده قامونو په نومبر کې په يوراګويې کې د يوې عملي کونکې معاهدې کولو د پاره خبرې اترې پيل کړي چې د راتلونکي کال تر اخره پورې د پلاسټېک د خځلې د مخنيوی لوځنامه لاسليک شي.

د ماحولياتو د پاره کارکونکی ګروپ ګرين پيس وايي چې د مظبوطې لوظ نامې په نيشتوالي کې به د پلاسټېک خيچنوالی په راروان لس پينځلس کاله کې يو په دوه شي او د کال 2050 پورې به دا کچه يو په درې شي. د اتوار په ورځ په يوه ځانګړې لوظنامه کې د سمندورنو د ژوو د ژوند او حفاظت د پاره اتفاق شوی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG