لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: د سبي ښار په چاودنه کې د اېف سي پېنځه عسکر وژل شوي دي


د بلوچستان صوبې په سبي يا سيوۍ ښار کې د جيل سړک پر څلورلارې چاودنه کې چارواکي وايي پېنځه د اېف سي عسکر وژل شوي او تر 20 پورې نور کسان زخمیان شوي دي چې زیاتره پکې د اېف سي او پولیس عسکر دي.

د سبي د سول هسپتال ډاکټر علام سرور په وېنا په چاودنه کې پېنځه د اېف سي عسکر وژل شوي دي او په زخمیانو کې هم اکثریت د اېف سي عسکرو او د پولیسو دی.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د بلوچستان د صحت محکمې د مطبوعاتو رابطه کار وسیم بیګ ویلي په زخمیانو کې د اېف سي شپږ عسکر او 10 پولیس شامل دي.

خو د پوځ د مطبوعاتو څانګې په چاودنه کې د اېف سي د عسکرو د وژل کېدو تصدیق لا نه دی کړی.


د دې نه وړاندې د پوليسو يو چاﺭواکي د هغه نوم نه د ښودلو په شرط وي او ای ډيوه ته په چاودنه کې دریو کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی و.

چاودنه په داسې وخت کې شوې چې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي او نور لوړ پوړي چارواکي له يادې سيمې څخه يو ساعت وړاندې تېر شوې وو.

پوليس وايي چې چاودنه د سبي ميلې و ميدان ته نېږدې شوې خو دا لا نه ده معلومه چې د بريد هدف څه و؟ وايي چې په چاودنه کې زياتره د پوليس او ايف سي عسکر ټپيان شوي دي.

سيوۍ د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه يو 163 کلو ميټره ليري پرته ضلع ده.

د سيوۍ په ښا رکې هر کال تاريخي سبي ميله کېږي، دا کال هم په سردار چاکر خان سټډيم کې له تيرو پينځو ورځو راهيسي ميله کېدله چې نهه، سه شنبه، یې اخیرۍ ورځ وه.

د دې تاريخي ميلې د اخیرۍ ورځې حاض ميلمه د پاکستان صدر ډاکټر محمد عارف علوي وو، له هغه سره د ميلې په مراسمو کې د بلوچستان ګورنر سيد ظهور اغا، د پاکستان د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم خان سوري، او نور لوړ پوړي چارواکو هم شرکت وکړو.

د سيوۍ د ځايي خبريال ناښاد بلوچ و ډيوه ته وويل، په ميله کې د صوبې د بيلا بيلو سيمو خلکو په ګڼ شمېر ګډون کوي، وايي چې د لوړ پوړو چارواکو د ورتللو له سببه هم په ښار کې د امنيت خوندي ساتلو په ِٰموخه زيات امنتي ځواکونه ځای پر ځای کړل شوي وو.

ناښاد وايي چې چاودنه د دې چارواکو له تللو يو ساعت پس وشوه.

د چاودنې زمه واري د رپوټ د جوړلو تر وخته چا نه وه منلې .

د بلوچستان اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو په سبي کې چاودنه يو سازش وبللو او ویې وېل چې د ترقۍ ضد فکر لرونکي نه غواړي چې بلوچستان ترقي وکړي.

، د بلوچستان حکومت په یو بیان کې وویل "د سبي ميله د کروندګرو، او د مالدارانو د معيشت او د سيمې د غريبو خلکو د روزګار يو سبب دی، خو ترهګر د دې غريبو او خواريکښو د خوښۍ پر ضد سازشونه کوي."

په بلوچستان ايالت کې سږ کال د بمي چاودنو او هدفي وسلوال بريدونو 27 پېښې شوې دي چې پکې د دېرش امنتي سرتيرو په ګډون 86 تنه وژل شوي او سل ته نېږي پکې ټيپيان شوي دي.

په بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو او سرکاري ودانيو د وسلوالو بريدونو او چاودنو زمه واري وخت به وخت بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسلوالې ډلې مني او مذهبي تندروه ډلې هم وخت نا وخته د وسلوالو بريدونو زمه واري مني.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG