لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فېس بک د وټس اېپ او انسټاګرام خرڅولو چېلنج سره مخ دی


د امریکې وفاقي تجارتي کمېشن او د امریکايي ‌ریاستونو لخوا د سماجې میډیا کمپنۍ فېس بک خلاف مقدمو وروستو فېس بک په وټس اېپ او انسټا ګرام خرڅولو باندې مجبوره کېدی شي.

د امریکې وفاقي تجارتي کمېشن او نور ریاستونه وايي ‌فېس بک د خپل مخالف او وړو کمپنو مقابلې مخه نیولو لپاره د دغه کمپنو اخستو تګلاره خپله کړې.

د شورو په ورځ د غبرګو مقدمو درج کېدو سره فېس بک روان کال د امریکې دوېمه کمپني ده چې دداسې لوي قانوني چېلنج سره مخ شوې. ددې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې د امریکې انصاف وزارت په انټرنېټ د معلوماتو ترلاسه کولو لوې کمپنۍ ، ګوګل باندې تور لګولی وو چې د مخالف کمپنو مخه نیولو لپاره د خپل مارکېټ اثر او طاقت استعمالوي.

دغه قانوني مقدمې د امریکې دواړه سیاسي پارټو په منځ کې په دې خبره اتفاق ښکاره کوي چې د ملک د ټېکنالوجي لوې کمپنۍ دې د تجارت غلط ګامونو لپاره ذمه وارې وګرځولی شي. دا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د نوموړي مخالف ګوند ډېموکرېټک پارټۍ په منځ کې هم د ډېرو کمو موقعو نه یوه لیدلی کیږي چې پکې ځنې غړي د فېس بک او ګوګل کمپنو تقسیمولو مرسته کوي.

د شورو په ورځ جمع کړي قانوني مقدمه کې په فېس بک تور لګول شوی چې په کال 2012 کې یې په موبایل فون د یو بل سره تصویرانو شریکولو اېپ ،‌انسټاګرام په یو ارب ډالره او په کال 2014 کې یې د پېغامونو لېګلو رالېګلو مشهور موبایل اېپ، وټس اېپ په 19 ارب ډالره اخستی.

دا وروستی ګام به په امریکا کې یو اوږد قانوني چېلنج رامنځ ته کړي ځکه چې د امریکې د تجارت وفاقي کمېشن فېس بک ته د دغه دواړه کمپنو اخستو اجازت ورکړی وو.

د نیویارک ریاست اټارني جنرل یا مشر حکومتي وکیلې، لتیشا جېمز د 46 ریاستونو له اړخه جمع کړي درخواست کې ویلي فېس بک د یو لسیزې پورې د سوشل میډیا استعمالوونکو په تاوان د وړو مخالف کمپنو له مینځه وړو او مقابلې ختمولو لپاره خپل طاقت او کنټرول استعمال کړی. میرمن جېمز ویلي فېس بک دغه کمپنۍ د هغه وخت نه وړاندې اخستې چې ددوي د واک اختیار لپاره یو خطره جوړه شی.

د فېس بک مشرې قانوني وکیلې جېنېفر نیوسټېډ ویلي په امریکا کې داسې قانونونه نشته چې کامیابه کمپنو ته سزاګانې ورکړي. ‌نوموړې ویلي د فېس بک د اربونو ډالره لګښت وروستو وټس اېپ او انسټاګرام کامیاب شوي.

د فېس بک چیف اېکزېکټیو مارک ذکربرګ د یو بحث په وخت د خپلې ادارې ملازمینو ته ویلي هغه ددغه مقدمو په نتیجه کې د کمپنۍ دننه څه قسم اثر امکان نه ویني او زیاته کړې یې وه چې وروستۍ مقدمې په یو اوږد قانوني عمل کې اولنی ګام دی کوم چې به د کلونو پورې وخت اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG