لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې داعش په حمله کې د وژل شوي یو پولیس افسر د کورنۍ حال


د پاکستان حکومت چارواکي وايي داعش ډله په پاکستان کې منظم شتون نه لري خو وخت په وخت دغه ډله د بريدونو زمه واري په غاړه اخلي او د بمي چاودنو او د هدفي وژنو دعوې کوي
د پاکستان حکومت چارواکي وايي داعش ډله په پاکستان کې منظم شتون نه لري خو وخت په وخت دغه ډله د بريدونو زمه واري په غاړه اخلي او د بمي چاودنو او د هدفي وژنو دعوې کوي

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو وروسته نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان کې هم د داعش ډلې حملې زیاتې شوي دي.

څو ورځې وړاندې داعش په پېښور کې د یوې حملې ذمه واري ومنله.

په دغه حمله کې د پولیس یو افسر امتیاز احمد هم ووژل شو.

تاڼېدار امتیاز احمد د مسلح حمله کوونکو په ډزو ووژل شو. وروسته داعش د حملې ‌ذمه واري په غاړه واخیستله.

د امتیاز احمد په پسماندګانو کې د هغه کونډه مېرمن، څلور لوڼه او یو زوی پاتې دي. د امتیاز احمد ورور فياض احمد وايي د ورېرو او د وراره په یتيم کيدوغمجن دی.

فياض احمد وويل نه دی خبر چې ورور یې په څه علت ووژل شو خو په کور يې يتيمان او ګونډه ښځه د ټول عمر په غم اخته پاتې شول۔

پوليس وي او ای ډيوه ته ويلي د امتياز احمد د مرګ پلټنې روانې دي.

په کومه ورځ چې امتياز احمد ووژل شو هغه په دغه ورځ هغه د پېښور هايي کورټ نه د بې درکه تنانو د مقدمې د اورېدنې نه پس تاڼې ته روان و چې د داعش وسله والو په ډزې وکړې.

په پاکستان کې دغه د داعش ورستۍ حمله وه.

له دې مخکې داعش د خېبرپښتونخوا په باجوړ ضلع کې د دوو پوليسو د وژلو زمه واري په غاړه اخستي وه او پهپه 30 ستمبر یې په پېښور کې د سيک ستنام سينګ نومې تن د وژلو زمه واري هم داعش منلې وه.

په کوهاټ ضلع کې د پوليو ټيم په ساتنه مامور پوليس د وژلو زمه واري هم داعش ډلې په غاړه اخستې وه.

د دې نه وړاندې داعش په وزيرستان، کرمه، پېښور، باجوړاو بلوچستان کې هم د يو شمې بمي چاودنو او هدفي وژنو زمه وارۍ په غاړه اخستې دي.

څيړونکې وايي په افغانستان کې د طالبانو واک کې راتلو وروسته په افغانستان او پاکستان کې د داعش بريدونه سېوا شوي دي.

داعش د ورستیو حملو نه وړاندې به پاکستاني طالبانو په پاکستان کې د زياتره بريدونو زمه واري په غاړه اخېستله.

داعش د تازه حملو ذمه واري په داسې حال کې منلي چې پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت سره د خبرو شروع کېدو نه پس د نهم نومبر نه د ډسمبر د نهمې نېټې پورې د اور بند اعلان کړی دی.

پاکستاني چارواکي وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کي د اوويا زره نه زيات کسان وژل شوې چې زياتره پښتانه دي.

د پاکستان حکومت چارواکي وايي داعش ډله په پاکستان کې منظم شتون نه لري خو وخت په وخت دغه ډله د بريدونو زمه واري په غاړه اخلي او د بمي چاودنو او د هدفي وژنو دعوې کوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG