لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قبائيلي سيمو او سوات عملياتو کې 12 جنگيالي وژل شوي دي


د قبائيلي سيمو او سوات عملياتو کې 12 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمو باجوړ، جنوبي وزيرستان ايجنسيو او دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ شوؤ نښتو او عملياتو کې يو پوځي او شپږ جنگيالي وژل شوي دي.

د سرچينو له مخې امنيتي ځواکونو دشورو په ورځ دباجوړ ايجنسۍ دخار تحصيل په غنډۍ او سمئ سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو دتوپو او جنگي الوتکو څخه گوله باري کړې ده چې پکې شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
په سيمه کې دتندلارو په ضد دعملياتو له امله دپيښور او باجوړ لويه لاره دهر رقم تگ راتگ لپاره تړل شوې او امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده.
همدغه شان دجنوبي وزيرستان په خيسوره سيمه کې يو شمير وسله والو جنگيالو دامنيتي ځواکونو په پوسته بريد کړى چې پکې يو پوځي وژل شوى او درې نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دبريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد چټک عمليات ترسره کړي چې پکې درې جنگيالي هم وژل شوي دي.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا ايالت دسوات په منگل تهان سيمه کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي دي.
دسرچينو له مخې دسوات دچارباغ په منگل تهان سيمه کې نامعلومو وسله والو دامن جرگې دوه غړي په ډزو سره وژلي وؤ چې له دې وروستو امنيتي ځواکونو په منگل تهان او خواؤشا سيمو کې دتندلارو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي وؤ چې په دغه مهال پرې تندلارو ډزې پيل کړې.
دامنيتي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي او دهغوي څخه يې په دروند مقدار کې وسله هم لاسته راوړې ده.

XS
SM
MD
LG