لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ د مالي ملاتړو هېوادونو د څار په نړیوال نوملړ کې شامل؟


په پېرس کې د ماليې د څار نړیوالې ادارې له روانې غونډې نه را رسېدلي رپوټونه وایي، ادارې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال نن دغو رپوټونو ته په ځواب کې پر ټویټر لیکلي:

"د مالیې د څار د نړیوالې ادارې له خوا تر اوسه د کوم رسمي اعلان نخښې نه لیدل کېږي، تر هغه وخت چې رسمي خبرپاڼه خپرېږي باید اندازې ونه لګوو"

تمه ده چې په دې اړه اعلان نن څو شېبې وروسته وشي.

یوه پاکستاني چاروکي او یوه سفارتکار د ماليې د څار د نړیوالې ادارې د وروستي بحث په تړاو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د څار نړیوالې ادارې د زیارت-پنجشنبې په ورځ ناوخته پرېکړه وکړه، چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال نوملړ کې شامل کړي. سفارتکار وایي:

"دا پرېکړه پرون [زیارت-پنجشنبه] شوې، تمه څرګندېږي چې د ماليې د څار د نړیوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) مشر به نن ناوخته د دې رسمي اعلان وکړي"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر جاوید فیصل د جمعې په ورځ په خپله اوونیزه خبري غونډه کې د دې اعلان له تاییدولو یا ردولو ډډه وکړه او ویې ویل چې د مالیې د څار اداره به پر خپله ویبپاڼه اعلان خپور کړي. فیصل وایي:

"پرېږدئ چې هر څه ښکاره شي، له هغه وروسته کولای شو د پاکستان او امریکې د اړیکو په اړه څه ووایو"

دا ګام د امریکې د هغې پراخې تګلارې برخه ده چې مقصد یې پر پاکستان فشار راوستل او له هغو وسلوالو سره د دې هېواد اړیکې شلول دي، چې په افغانستان او هند کې ناکراري جوړوي.

دا اعلان له هغو رپوټونو وروسته کېږي چې پکې ویل شوي وو پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی او د ترهګرو د مالي سرچینو په تور د څار په نړیوال نوملړ کې نه شاملېږي، چې دا به د پاکستان بېنک دارۍ او بهرنۍ پانګونې ته سخت زیان ورسوي.

امریکې تېره اوونۍ هڅه وکړه چې د ماليې د څار د نړیوالې ادارې د غړو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي او پاکستان د هغو هېوادونو په تش په نامه خړ لیسټ کې شامل کړي، چې د ترهګرۍ د مالي سرچینو په ضد کافي مبارزه نه کوي.

دا پرېکړه د پاکستان د اقتصادي او له امریکې سره یې خرابو اړیکو ته سخت ګوزار ګڼل کېږي.

پاکستان د پېرس د غونډې تر وروستۍ شېبې هڅه وکړه چې د څار په نړیوال نوملړ کې له شاملېدو ځان و ژغوري او په دې ترڅ کې یې د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید په مشرۍ د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت ډلو د جایدادونو او بېنکي اکاونټونو په تړلو هم لاس پورې کړ، خو د پاکستان هڅه ناکامه شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG