لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف ای ټي اېف به نن د پاکستان لخوا پورته شوي ګامونو جاج اخلي


FATF logo
FATF logo

د ترهګرۍ د مالي مرستو د څار نړیوالې ډلې (فاينانشل اېکشن ټاکس فورس، اېف ای ټي اېف) سره تړلې یوې ادارې اېشیا پېسیفک جواېنټ ګروپ یو پلاوی به نن د ګل په ورځ د پاکستان سفر کوي او دغلته به ترهګرو ته د مالي مرستو د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت لخوا پورته کړی شوي ګامونو جاج اخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه د اېشیا پېسیفک جواېنټ ګروپ یو پلاوی به د پاکستان په خپل سفر کې د هیواد د خزانې وزارت تر څنګ د نورو اړونده حکومتي ادارو لخوا تیار شوي رپورټ په اړه هم خبرول کیږي.

د جون میاشتې په ۲۸مه نېټه په غیر قانوني توګه د پېسو لیږلو او ترهګرو ته د مالي مرستو مخه نیولو نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف یا فاېننشل اېکشن ټاسک فورس پاکستان په خړ فهرست کې شامل کړی وو. په خړ نوملړ یا فهرست کې هغه هیوادونه اچول کیږي چې ترهګرو ته د مالي مرستو مخه نیولولپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

د دغه نړیوالې ادارې لخوا د پاکستان سره په ګډه د ۲۶ خبرو یا نکاتو یو اېکشن پلان هم تیار شوی او که چرې پاکستان دغه ۲۶ احداف عملي کړي نو د خړ نوملړ یا فهرست نه وتلی شي.

د پاکستان یو اقتصاد پوهه او د خزانې پخواني صلاحکار سلمان شا وي او ای اردو ته د اتوار په ورځ ویلي که څه هم پاکستان د بېنکونو په لار د تندروه ګوندونو د مالي مرستو د لیږلو رالیږلو مخه نیولې خو د هغه ډلو یا ګوندونو پرضد يې هیڅ ګامونه نه دي پورته کړي کوم چې په نوو نومونو کارونه کوي.

نوموړي ویلي پاکستان له به د هیواد دننه د تندروه ګوندونو پرضد کوټلي

ګامونه پورته کول وي. ښاغلي سلمان شاه زیاته کړې پاکستان که داسې څه ګامونه پورته کړي وي نو پکار ده نن اسلام اباد ته راتلونکې ډله خبر کړي.

پاکستان کله په خر فهرست کې اچول شوی وو؟

د پاکستان په خړ فهرست کې د اچولو پرېکړه د فرورۍ په مياشت کې شوې وه خو پاکستان ته د ترهګرۍ دپاره د مالي مرستو د مخنيوي دپاره د ګامونو اخستو ويل شوي وو او د دغو اقداماتو په عملي کولو سره پاکستان د فهرست څخه وتلی شو خو پاکستان غړي هېوادونو په خپلو اقداماتو مطمئن نه کړی شو.

د راپورونو ترمخه د جون په میاشت کې فرانس ځکه پاکستان په خړ فهرست کې شاملولو خبره کړې چې فرانس پاکستان ته د حافظ سعيد پرضد د عملياتو کولو ويلي خو د دغې باوجود د حافظ سعيد غیر قانونه ګرځول شوې ډلې ته په بدلو نومونو په انتخاباتو کې د برخې اخستو اجازت ورکړی شوی دی.

دغه ډول پاکستان د نړيوالې ورورولۍ څخه د ځینې تندروه ډلو پرضد د کلکو ګامونو نه اخستو په سرد سختو نيوکو سره مخ وو.

د اېف ای ټي اېف راتلونکې غونډه به د ستمبر په میاشت کې کيږي او که پاکستان بيا هم کوم موثره اقدامات ونه کړه نو په تور فهرست کې شاملېدی شي، د کوم له امله چې پاکستان نه يواځې په معاشي توګه خرابېدی شي بلکې په نړيواله کچه د پاکستان مخ بد ښکاره کېدی شي.

امریکې د فرورۍ په میاشت کې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو د څار نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف ته وړانديز کړی ؤ چې پاکستان دې د نړیوالو ترهګرو د مالي مرستو کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

هغه وخت ټاکل شوې وه چې پاکستان به د مې په میاشت کې د مالیې د څار نړیوالې ادارې ته د ترهګرو د مالي سرچینو د تړلو پلان وسپاري که ومنل شو نو رسمي اعلان به وشي چې پاکستان د څار په خړ فهرست کې شامل شي.

پاکستان د کال ۲۰۱۲م نه تر ۲۰۱۵م پورې هم د ترهګرو د مالي سرچینو د نه تړلو په تور د څار په نړیوال خړ فهرست کې شامل شوی ؤ.

اېف ای ټي اېف د ۳۷ غړو هېوادونو سازمان دی کوم چې په غېر قانوني توګه د پېسو لېږلو او ترهګرۍ سره اړونده مالي مرستو د مخنيوي او نړيوال مالياتي نظام ته په دې لړ کې د ورپېښو خطرو څخه بچ کولو دپاره په ۱۹۸۹ کې جوړه کړی شوی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG