لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې پلار دغېرت په نوم خپله لور ژوندۍ سوځولې ده


ه پاکستان دښځو پرضد دتشدد اؤ دغیرت په نوم دمیرمنو د وژنو لړۍ په دې وروستیو کې زیاته چټک شوې ده چې دښځو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي سازمانونه پرې اندېښنې ښایي
ه پاکستان دښځو پرضد دتشدد اؤ دغیرت په نوم دمیرمنو د وژنو لړۍ په دې وروستیو کې زیاته چټک شوې ده چې دښځو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي سازمانونه پرې اندېښنې ښایي

پولیس وایي دپاکستان دپنجاب ایالت په جهنګ ضلعه کې دغیرت په نوم یو پلار خپله لور ژوندۍ سوځولې ده.

دخالي یا شنبې په ورځ دپاکستان جیو ټي وي پخپل یو رپورټ کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ دجهنګ په ډب نومې کلي کې رامنځته شوې ده.

رپورټ کې دپولیسو له خولې ویل شوي چې دغلته یو پلار دخپلو زامنو اؤ نورو لوڼو په مرسته دمعصومه بي بي په نوم خپلې یوې لور باندې پټرول اړولي اؤ هغه یې سوځولې ده.

پولیسو ویلي چې تر سوځول کیدو وروسته دمعصومه بي بي په نوم داجینۍ هسپتال ته رسول شوې وه اؤ هغه له مړینې وړاندې پولیسو ته بیان ورکړی چې پلار اؤ وروڼو،خویندو پرې پټرول اړولي اؤ په اور یې سوځولې ده.

پولیس وایي چې له بیان ورکولو وروسته معصومې بي بي ساه ورکړې ده پولیسو دهغې دپلار په ګډون دکورنۍ شپږ کسان ددې پېښې په تړاؤ نیولي اؤ‌ دهغوي په ضد یې مقدمه درج کړې ده.

په پاکستان دښځو پرضد دتشدد اؤ دغیرت په نوم دمیرمنو د وژنو لړۍ په دې وروستیو کې زیاته چټک شوې ده چې دښځو دحقونو لپاره غږ پورته کوونکي سازمانونه پرې اندېښنې ښایي.

پروسکال د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزارت وېلي وو چي د تېرو دريوؤ کلونو پرمهال ټول ملک کې په ښځو د تشدد د 63زرو څخه زياتې مقدمې درج کړی شوې وې او د دريوؤ کلونو په موده کې نزدې 1025 ښځې د غېرت په نامه وژلي شوي دې.

د بشري حقونو مرکزى وزارت قامي اسمبلۍ کې د ښځو پرضد د کورني، جنسي تشدد او د ښځو د وژنو په اړه معلوماتو کې وویل وو چې په تېرو دريوؤ کلونو کې3987 ښځې وژل شوي او په دې مهال نزدې10500 ښځو باندې جنسي تیری شوی وو.

د بشري حقونو د پاره کارکونکي میرمنې شاهده شاه په دې وروستیو کې د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند ته ویلي ،دا د سړو برلاسه ټولنه ده، دلته کوم سړی خپل زوی د غېرت په نوم نه وژني خو بيا د پېغور له وجې خپله لور خور وژني

"يو خور هم چرته خپل ورور د غېرت په نوم ونه وژلو، ځکه چې خور ته پېغور نه کيږي، نو دا يو ډير پيچيده عمل روان دی، او په دې اړه د پوهاوي خپرول ډير مهم دي"

د بشري حقونو فعالې او پېښور پوهنتون کې استاذې سمينه اپريدۍ ډيوه ته ویلي دا پېښې ډيرې افسوس ناکې دي او ښځې ته د انسان نا بلکې د "شرم څيز" په توګه کتل کېږي او دا ډيره د افسوس خبره ده چې "زمونږ ټولنه کې اوس هم داسې رويي موجود دي"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG