لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر نیولی


Fayaz Zafar
Fayaz Zafar

د شورو/ چارشنبې په شپه ناوخته پاکستاني چارواکو د وي او ای ډیوه خبریال فیاض ظفر په سوات کې نیولی. ښاغلي ظفر په خپله سوشل میډیا پاڼه لیکلي چې هغه د سوات د ډپټي کمشنر په دفتر کې نیول شوی او پرې تشدد شوی.

پېښور کې د خبریالانو اتحادیې (خېبر یونین اف جرنلسټس) د فیاض ظفر د نیولو غندنه کړې او د هغه نیول یې په ازاد صحافت بندیز بللی.
د خبریالانو د اتحادیې لخوا خپور شوی بیان وايي چې فیاض ظفر په سرکاري دفتر کې نیول شوی او وهل ټکول شوی او دغه کار یې د افسوس وړ بللی. اتحادیې د هغه د زر خوشي کیدو غوښتنه کړې.

فیاض ظفر د ډېرې مودې راهسې د سپېنوسېرېبېلراټاکسیا(spinocerebellar ataxia) نومې ناروغۍ سره مخ دی. په دغه ناروغۍ اخته کسان د پټو د کنټرول نه محرومه وي او ګرځیدل یا حرکت یې هم د وس نه بهر وي.

د سوات د ډپټي کمشنر دفتر په ۳۰م اګست ( تېره شپه) خپور شوي یو بیان کې ویلي، چې فیاض ظفر د ۳ اېم پي او فرمان لاندې نیول شوی. دغه بیان پر فیاض ظفر باندې د بیان د ازادۍ نه ګټو ترلاسه کولو، په سوشل میډیا او خبري چېنلو باندې د درغو، ولس د حکومت پرضد راپارولو او د ټولنې د ځینو خلکو بدنامولو تور لګولی.

د فیاض ظفر د نیولو وروسته په سوشل میډیا باندې سیاست مدارانو، د بشري حقونو پلویانو او خبریالانو هم بحث کړی او د فیاض ظفر نیول یې غندلي.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او د کورنیو چارو د قاېمه کمېټۍ پخواني غړي محسن دواړ په اېکس / پخواني ټویټر د فیاض ظفر نیول یو شرمناک کار بللی.

محسن داوړ لیکلي چې صحافت کوم جرم نه دی. نوموړي لیکلي چې فیاض ظفر یو باوري خبریال دی او د هغه د زر تر زره خوشي کولو غوښتنه یې کړې.‌

Screenshot
Screenshot

سیاست مدار او د بشري حقونو فعال افراسیاب خټک هم په اېکس (پخواني ټوېټر) د فیاض ظفر نیول غندلي. افراسیاب خټک د یو بل چا پېغام وړاندې شریک کړې چې پکې لیکل شوي ٫٫ د فیاض ظفر جرم د ترهګرو پېښو په اړه رپورټونه ورکول او په ملاکنډ ډویژن کې د ترهګرو بیا راپورته کیدو په اړه په خلکو کې پوه راوستل دي.٫٫

screenshot
screenshot

د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پشتین هم د فیاض ظفر د نیولو غندنه کړې او په اېکس/ پخواني ټوېټر یې لیکلي ( چې کوم سړي سره د خپلې ناروغۍ ښه په نره د سوات نه بې پلوه خبریالي کړې، هغه هم د ۳ اېم پي او لاندې وونیول شو، زما سره د لیکلو لپاره نور ټکي نشته. )

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG