لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ايف بي اي مشر وايي ممکنه ده چې د کرونا وایرس د چین په لېبارټرۍ کې پېدا شوی وي


د ايف بي ايي ډايريکټر کرېسټوفر وری
د ايف بي ايي ډايريکټر کرېسټوفر وری

د ايف بي ايي ډايريکټر کرېسټوفر وری ويلي اداره يې په دې باور ده چې تر ډېره حده امکان دی د کوېډ 19 وايرس د چين په سرکاري ليبارټرۍ کې پيدا شوی وي.

هغه فاکس نيوز ته وايي “ايف بي ايي د ډېر وخت نه دا جاج اخستلو چې د دې وبا د پيدا کېدو بنياد تر ډېره حده د ليبارټرۍ د زيم (ليک) پېښه ده”.

دا د امريکا د سرکاري ادارې د خوا نه وړومبی تايد دی چې دا وبا څنګه راپيدا شوه خو ډېر ساينس پوهان واي داسې هيڅ شواهد نشته چې دا د ليبارټرۍ زيم خارجېدل ثابت کړي.

د امريکا نورې سرکاري ادارې د ايف بي ايي د دې دعوې نه نورې نورې نتيجې راوباسي، ځينې پکې ډېر په يقين سره نه خو دا وايي چې دا وايرس د ليبارټرۍ نه نه بلکې د کوم ځناور نه انسانانو ته خور شوی دی.

وايټ هاوس وايي دامريکا په حکومت کې په دې اړه کومه يوه رای لا نه ده جوړه شوې.

د چين او د صحت د نړيوال تنظيم ورلډ هېلت ارګنايزيشن شريک تحقيق د ليبارټرۍ زيم په کال 2021 کې رد کړی و چې دا امکان نه لري. البته د صحت نړيوال تنظيم په دې د نيوکو سره مخ شوی و او د ادارې مشر دا ويلي و چې ټول اټکلونه نورې ډېرې پلټنې غواړي.

د ښاغلي وری وينا په چين کې د امريکا د سفير د هغه بيان نه يوه ورځ وروستو راغلې چې يې ويلي وو چين بايد د کوېډ په اړه نور ريښتيا ووايي.

هغه ويلي وو چين په داسې کولو غواړي چې د هغه کوښښونو لاره بنده کړي چې څوک د دې وايرس د پيدا کېدو سرچينې ته ونه رسي.

دې ته په غبرګون کې چين ويلي په دې واشنګټن سياسي لوبه کوي او د چين د خارجه چارو وزارت وياند ماو نېنګ وايي “دوی دې نتيجې ته رسېدلي چې په دې کې هيڅ ريښتيا نشته چې خبره پرې وکړل شي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG