لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اېف بي ايي خبرداری: په نیوجرزي ریاست کې د یهودیانو په عبادتخانو حملې کېدلی شي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، دزیارت، پنجشنبې، په ورځ د اېف بي ایي د خبرداری وروسته ځایونو کې سېناګاګز د تحفظ دپاره اضافي پولیس ولېږل شوو
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، دزیارت، پنجشنبې، په ورځ د اېف بي ایي د خبرداری وروسته ځایونو کې سېناګاګز د تحفظ دپاره اضافي پولیس ولېږل شوو

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي خبرداری کړی چې د باور وړ داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې په نیوجزي ریاست کې د یهودیانو په عبادتخانو یا سینګاګز حملې کېدلی شي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، دزیارت، پنجشنبې، په ورځ د اېف بي ایي د خبرداری وروسته ځایونو کې سېناګاګز د تحفظ دپاره اضافي پولیس ولېږل شوو.

رپورټ که څه هم د اېف بي ايي خبرداری مبهم و خو د ادارې زېلي دفتر یو بیان خپور کړو او سېناګاګز ته پکې و وېل شوو چې حفاظتي ګامونه دې واخلي.

اېف بي ايي دا نه دي ویلي چې په یهودي عبادتخانو د حملې خطر د چا نه دی؟ او یا دغه حملې ولې کېدلی شي؟

ای پي د قانون نافذ کونکو یو افسر قوله وویل چې په سېناګاګز د حملو په اړه خبرداري پس له هغې جاري کړی شو چې چارواکي په انټرنېټ په نیوجرزي کې په سېناګاګز د حملو په اړه د عمومي بحث نه خبر شول. په انلاین بحث کې د سېناګاګ نوم نه و اخیستل شوی.

ای پي وايي اېف بي ايي ای ورته رسمي دریځ نه دی ورکړی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د نیویارک ښار په چارچاپېره سیمو کې یهودي ادارو ته د عیسايي نسل پرسته ډلو او د سخت دریځه مسلمانو دړکې غیر معمولي خبره نه ده خو زیاتره ګواښونه دروغ ثابت شي.

ای پي وايي په سیمه کې ځېني خونړۍ حملې هم شوي دي.

په 2019 کې په جرزي ښار کې دوه حمله کونکو یو پولیس افسر ووژلو او بیا د یهودیانو په دوکان کې يې درې نور کسان ووژل. دواړه حمله کونکي پولیس سره د ډزو په تبادله کې ووژل شوو.

پېنځه کاله مخکې په نیوجرزي کې دوو سېناګاګز د اور اچولو په جرم دوو کسانو د 35 کاله د قېدا سزا ورکړی شوه.

په 2019 کې یو تن د یو راهب په کور کې د یهودیانو هانکا دستورې په مهال پېنځه کسان په چاړه ووهل چې یو پکې وروسته ساه ورکړه.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG