لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د طالبانو په واکمنۍ کې افغان میډیا د وېرې په ماحول کې ساه اخلي: رپورټ


خبریاله بنفشه بینش هر سهار له یوې وېرې سره له خپله کوره په کابل کې د افغانستان د تر ټولو لوی ټیلویژن په دفتر کې کار ته روانېږي.

د بېنش سره دا ویره د طالب وسله والو د سر ښار کابل په سړکونو کې په اوږو باندې زوړندو وسلو سره ګرځيدلو له وخته مل شوه.

27 کلنه بېنش وايي چې د طالبانو د ښځو سره رویه سخته او د کرکې وړ ده او دې سره غم مل وي چې ددغې کرکې ښکار کیدی شي.

کله چې داسې رپورټونه وګورو چې طالبانو یو خبریال بې ابرو کړی، وهلی ټکولی یا بندي کړی دا ویره او بې باوري ورځ تر بله زیاتیږي.

بینش، چې د طلوع ټیلویژن لپاره کار کوي، وویل:

“کار کول مو له فشاره څخه ډک دي.”

شپږ میاشتې وړاندې د واک تر لاسه کولو راهیسې، د هیواد دی نویو واکمنانو داسې حکمونه ورکړي چې خبریالان باید اسلامي اصول په پام کې ونیسي او د ملت د ښیګړو لپاره کار وکړي - خو داسې مقررات د یو توله او اذاد رپورټ د ورکولو د مخنیوي مترادف دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د وياند مرستيال بلال کريمي په خیال نيوکې د زغم وړ دي خو بايد د اصلاح په خاطر وي.

هغه په خبریالانو باندې د حملو پړه په بې حده جذباتي طالبانو ورواچوله. د هغه په خیال دغه کار د ښځو د مظاهرو، چاودنو او نورو خبرونو د ورکولو په وخت کې شوی ؤ.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټۍ سټیون بټلر وايي، دا لا څرګنده نه ده چې په خبریالانو بریدونه منظم دي او که د کرکه لرونکو ځینو طالبانو ذاتي فعل دی؟

بټلر، په سي پي جی کې د اېشیا د څانګې مشر دی وايي:

" ماحول له خطرونو ډک خو څه به کېږي دا ویل ګران دي" هغه وايي:

“ځیني خبریالان په ځانګړي ډول نیول کیږي، د دوی د کار په اړه پوښتنې ورڅخه کېږي، وهل کیږي او بیا کله زر یا په څو ورځو کې خوشې کیږي."

په دې وروستیو کې، دوه خبریالان چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې لپاره یې کار کولو د شپږو ورځو لپاره بندیوان کړی شوي وو او تیره اونۍ د ملګرو ملتونو له خوا د خبرداري ورکولو وروسته خوشې کړی شول. طالبانو وویل، چې کله د دغوخبریالانو پېژندګلو تایید شوه نو پرې یې ښودل.

بټلر د طالبانو د استخباراتو د غړیو په بې سره رویه اندیښمند دی.

نوی پرمختګ ښايي چې د طلوع نیوز سره دا وخت د نارینوؤ خبریالانو په پرتله له دفتره بهر او هم په سټوډیو ګانو کې ښځینه خبریالانې ډېرې دي.

د طلوع نیوز ډایریکټر خپلواک ساپي وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د ادارې نزدې 90٪ کارمندان له هیواده اووتل نو دويي د ښځینه خبریالانو ګمارلو ته اولیت ورکړو.

هغه وويل، ښځينه کارکوونکې د طالبانو له خوا نه دي ګواښل شوي، خو کله ناکله د جنسيت له امله له کار کولو څخه منع کړی شوې دي.

د بې پولې خبريالانو او د افغانستان د ازادو خبريالانو ټولنې لخوا د دسمبر په يوه ټولپوښتنه کې معلومه شوه چې په افغانستان کې له 543 رسنيو څخه 231 تړلي شوي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر 6400 زياتو خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د رپورت له مخې، د رسنیو د تړلو په علتونو کې د بودیجې نشتوالی یا د خبریالان له هیواده وتل هم شامل دي.

(دا خبر له ایسوسي ایټېټډ پریس څخه اخستل شوی)

XS
SM
MD
LG