لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کابل په تعلیمي مرکز د برید وروسته جینکو زدکونکو په افغانستان کې په دریمه ورځ هم مظاهرې کړي


د وي او ای د رپورټ ترمخه په دشت برچي کې د تشدد د ملک دننه او د افغانستان نه بهر غندنه شوي ده او د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې جینکو زدکونکو مظاهرې کړي دي
د وي او ای د رپورټ ترمخه په دشت برچي کې د تشدد د ملک دننه او د افغانستان نه بهر غندنه شوي ده او د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې جینکو زدکونکو مظاهرې کړي دي

د کابل په یو تعلیمي مرکز د خونړۍ ځانمرګي حملې وروسته افغان جینکو زدکونکو د ګل، دوشنبې، په ورځ پرله پسې په دریمه ورځ مظاهرې وکړې او په حمله کې د وژل شویو کسانو دپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د متحده قومونو د استازوالۍ دفتر یوناما د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر پېغام کې وویل تېره هفته د کابل د دشت برچي په کاج نومې تعلیمي اداره ځانمرګي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۳ ته رسېدلې ده چې پکې ۴۶ جینکۍ دي.

یوناما وویل په چاودنه کې زیاته مرګ او ژوبله د جینکو شوي ده او ممکنه ده چې دغه شمېره نوره هم زیاته شي.

د کابل د طالبانو د پولیس ترجمان د جمعې په ورځ د چاودنې وروسته د وژل شویو کسانو شمېره ۱۹ ښودلې وه.

یوناما وویل د انساني حقونو مامورین يې د جرم په اړه دستاوېزات جمع کوي، د حقایقو تصدیق کوي چې د اعتماد وړ معلومات راجمع کړي چې د تردید او د نظر ثانۍ ضرورت يې نه وي.

د چاودنې عیني شاهدینو ویلي وو د حملې په وخت په تعلیمي مرکز کې تر ۴۰۰ پورې هلکان او جینکۍ د پوهنتون د داخلې دپاره ازماېښتي امتهان ورکولو.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په دشت برچي کې د تشدد د ملک دننه او د افغانستان نه بهر غندنه شوي ده او د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې جینکو زدکونکو مظاهرې کړي دي.

د رپورټ ترمخه، د ګل، دوشنبې، په ورځ په لسګونو جینکو د بلخ ولایت په مرکزي ښار مزار شریف، کې مظاهره وکړه او په دشت برچي کې د وژل شویو کسانو دپاره يې د انصاف غوښتنه وکړه.

رپورټ وايي په سوشل میډیا شریک کړی شویو وډیوګانو کې لیدل کېږي چې طالبانو ځینې جینکۍ په هاسټل کې بندې کړط وي چې دا ډول په مظاهرو کې د برخه اخیستلو نه یې منع کړي. وي اوای د دغو وډیوګانو د کره تصدیق نشي کولی.

د وي او ای رپورټ وايي د جمعې د ورځ راهسې، په دشت برچي کې د چاودنې وروسته په کابل، هرات او بامیان کې جینکو احتجاجونه کړي دي چې اکثریت يې د هزاره ټولنې سره و.

رپورټ وايي د مظاهرو ګډون والو په طالبانو غږ کړی چې په افغان مېرمنو دې قدغنونه نړم کړي، چې تعلیم او روزګار ترلاسه کولی شي.

د افغانستان په دغو مظاهرو کې په ایران کې د مېرمن مسها امنیني د مرګ په سر د دوامدارو احتجاجونو ملاتړ هم شوی دی.

د رپورټ ترمخه د مظاهرو ختمولو دپاره طالبانو هوايي ډزې کړي او په طالب وسله والو دا الزام هم لګول شوی چې د مظاهرو په ګډون والو يې نېغ په نېغه ډزې هم کړي دي.

طالبانو د جینکو په ثانوي تعلیم پابندي لګولي ده او وايي د افغان روایاتو او اسلامي تعلیماتو سره سم به د جینکو د تعلیم او کار روزګار دپاره حالات برابروي.

په دشت برچي کې د جمعې په ورځ شوي چاودنې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستي خو په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس داعش خراسان ډلې د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی. ځینې حملې په کابل او په خصوصي توګه پکې د شیعه ټولنې غړي په هدف شوي دي.

یوناما په طالبانو غږ وکړو چې په تشدد کې ککړ خلک دې انصاف ته راکښ کړي او ټولو افغانانو ته د تحفظ ورکولو خپل لوظ پوره کړي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG