لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان ښځینه زده کوونکي وایي دپوهنتونونو تړل کیدو سره یې هېلې ماتې شوې دي


په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالبانو دې ګام سره به افغان ملت د تيارو او لا نورې پسماندګۍ سره مخ شي
په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالبانو دې ګام سره به افغان ملت د تيارو او لا نورې پسماندګۍ سره مخ شي

په افغانستان د واکمنو طالبانو لخوا دپوهنتونونو تړلو امر ته خپل غبرګون کې دافغانستان ښځينه زده کوونکې وايي چې دې امر سره يي هغه ټولې هيلې ماتې شوې کومې چې یې د روښانه مستقبل لپاره درلودلې۔

طالبانو تېره ورځ د هېواد سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته د يوې اعلاميي د لارې امر کړی چې تر راتلونکي امر د جینکو تعلیم وځنډوي.

تر دې وړاندې طالبانو دجينکو د منځنۍ درجې په تعليم بندېز لګولی و خو په پوهنتونونو کې یې د خاصو محدودیتونو لاندې جېنکو ته اجازه ورکړې وه چې تعلیم ترلاسه کړي۔

په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان وايي چې د طالبانو دې ګام سره به افغان ملت د تيارو او لا نورې پسماندګۍ سره مخ شي۔

دوی وايي د جينکو تعليم ځنډول به نه يوازې د هېواد په داخل کې د واکمنو طالبانو او ځايي اولس ترمنځه د فاصلو سېوا کېدو سوب وګرځي بلکې په نړيواله کچه به يې ستونزې هم زياتې کړي۔

په کابل پوهنتون کې د معاشياتو د څانګې زده کوونکې تهمينه وي او ای ډيوه ته وايي چې د طالبانو دې پرېکړې سره ېې د خپل راتلونکې په اړه پېدا شوې ټولې هيلي ماتې شوي دي۔

نوموړې ډيوه ته وويل "دپوهنتونو د بندېدو اعلان سره زه ډيره مايوسه شوم، ما د لسم ټولګي څخه د کانکور امادګي کړې وه او فقط دې لپاره چې زه د خپلې خوښې رشته کې کاميابه شمه، نو هغه ټول زحمتونه مو بېکاره شول."

تهمينه دا هم وويل چې دا يوازې دوی ته د نااميدۍ او مايوسۍ ځای نه دی بلکې هغه نورې جينکۍ چې تراوسه يې پوهنتون نه دی شروع شوی هغوی ته هم د نااميدۍ او مايوسۍ ځای دی۔

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو دې ګام ته سخت غبرګون ښودلی او پخپل ټويټر یې لیکلي چې دا یوه شرمناکه فیصله ده چې په افغانستان کې د ښځو او جېنکو د تعلیم حق پاماله کوي۔

په افغانستان کې مېشته سياستواله او د مېرمنو د حقونو فعاله فروزان داودزۍ وي او ای ډيوه ته وايي په پوهنتونو کې د ښځينه زده کوونکو د تعليم عمل ځنډول يوازې د ښځو موضوع نه ده بلکې دا ټول ملت د تيارو او سقوط سره مخ کوي۔

نوموړې ډيوه سره خبرو کې دا هم وويل "مونږ بايد لوستې خويندې ولرو، هغه خويندې چې په مسلکي ساحو کې کار وکړل شي او هغوی لوړ تحصيلات ولري، چې له بده مرغه زمونږ خويندې هره ورځ له دې نه بې برخې کېږي"

هغه هیله لري چې په دې موضوع کې نړيواله او اسلامي ټولنه د افغانستان سره په دې کې همغږې شي او افغانستان ته د دې ناحوالو او مشکلاتو په حصه کې لاس ورکړي ترڅو افغانستان د دې وضيعت نه بهر شي۔
طالبانو تېر کال د ستمبر د میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي خلاص کړل، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا ددې د تړلو امر وکړو۔

په طالبانو دا هم کلکې نیوکې روانې دي چې ولې د جینکو لپاره د منځنۍ درجې سکولونه بېرته نه پرانيزي۔

د تعليمي او قتصادي چارو کارپوهه ذبيح الله راصد وي او ای ډيوه ته وايي چې د مېرمنو په تعليم د بندېز پرېکړه به د کور په داخل کې د عام اولس او طالبانو ترمنځه فاصله نوره هم سېوا کړي او په نړيواله کچه به يې د ستونزو سېوا کېدو لامل وګرځي۔

ډيوه سره خبرو کې د ښاغلي راصد وېنا وه" مخکې د ښوونځيو موضوع وه او اوس ورسره د پوهنتونونو موضوع هم وتړل شوه او دا نړيوالې ټولنې ته د يوې بهانې پورې بله بهانه ورسره ورکول دي، که په عمومي شکل ورته وګورو نو نړيواله ټولنه به دا د يوې بلې وسيلي په توګه د افغانستان د موجوده واکمنانو په ضد وکاروي چې تاسو د ټولنې د غوښتنې پرضد کار کوئ"

هغه زياته کړه چې په دې اساس به د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندل نور هم ګران شي۔


امریکې د طالبانو دغه پرېکړه په کلکه غندلې چې په افغانستان کې يې د جينکو پوهنتونونو ته په تګ بنديز لګولی دی.

امریکا ويلي طالبان تمه نه شي لرلی چې په رسميت وپېژندل شې تر هغې چې په افغانستان کې يې د ټولو خلکو حقونو ته درناوی نه وي ورکړی، امريکا دا هم ويلي چې د پوهنتونونو دتړلو پرېکړه به د طالبانو دپاره سختې نتيجې ولري۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG