لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټ بال عالمي تنظیم فیفا په دویم ځل د پاکستان غړیتوب ځنډولی دی


د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه په تېرو پنځه کالو کې دا دویم ځل دی چې فیفا د پاکستان ممبرشپ یارکنیت وځنډولی دی
د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه په تېرو پنځه کالو کې دا دویم ځل دی چې فیفا د پاکستان ممبرشپ یارکنیت وځنډولی دی

د فټ بال عالمي تنظیم فېډرېشن اف انټرنېشنل فټ بال اېسوسي اېشن ( فیفا) د پاکستان غړيتوب ځنډولی دی. د پاکستان د فټ بال ټیم یو لوبغاړي په دې اړه د مایوسۍ اظهار کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه په تېرو پنځه کالو کې دا دویم ځل دی چې فیفا د پاکستان ممبرشپ یارکنیت وځنډولی دی.

د فېصلې ترمخه به د پاکستان فټ بال کوم ټیم نشي کولی چې په عالمي لوبو کې برخه واخلي او نه به د پاکستان فټ بال د لوبو لپاره عالمي فنډ کارولی شي.

د فیفا انتظامي چارواکو دا ګام وروسته له هغې پورته کړی دی چې دوه اوونۍ وړاندې پاکستان کې د فټبال فېډرېشن یو مبینه مشر اشفاق حسېن د فیفا لخوا د پاکستان لپاره د جوړې کړی شوې نارملاېزېشن کمېټۍ مشر هارون ملک د خپل دفتر نه په زوره لرې کړو او په دفتر یې قبضه وکړه.

د شورو - چارشنبې په ورځ د فټ بال عالمي تنظیم فیفا ویلي دي تر څو د فیفا د دفتر مالي او انتظامي چارې بېرته د فیفا ټاکلی شوې کمېټۍ مشر ته حواله نشي د فټ بال عالمي غړیتوب ځنډولو فېصله به په خپل ځای وي.

د پاکستان وفاقي وزیرې ډاکټر فهمیده مرزا تېره اوونې په اسلام اباد کې د یو خبري کانفرنس په وخت فیفا ته اپیل کړی و چې د پاکستان فټ بال فېډرېشن غړيتوب ځنډولو کې دی تادي نه کوي او دوی به راپورته شوې شخړه په سلا مشوره سره حل کړي.

خو فیفا د پاکستان فټ بال فېډرېشن ته د اپرېل اوومې نېټې پورې وخت ورکړی وو چې خپل مېنځي شخړې دې حل کړي او واک دې د فیفا کمېټۍ ته بېرته وسپاري.

د فیفا د عالمي تنظیم لخوا یوه اوونۍ وړاندې خبردارې جاري کړی شوې و چې که تر شورو- چارشنبې تر ورځې پورې په لاهور کې د فیفا هاوس واک د فیفا د نارملاېزېشن کمېټۍ مشر ته بېرته ونسپارلی شوې نو د عالمي غري توب حېثیت به یې وځنډوي.

د اکتوبر کال 2017 نه تر مارچ 2018 پورې هم فیفا د فټ بال فېډرېشن د یو لانجې په سر د پاکستان فټ بال غړیتوب ځنډولی وو.

د پاکستان د فټ بال د ټیم لوبغاړي کلیم الله وي او ای ډیوه ته په یو وټس پېغام کې ویلي دي چې د فیفا په فېصله هغه او د فټ بال لوبغاړي مایوسه شوي، باېد چې د فیفا ټاکلی شوي کمېټۍ ته واک بېرته سپارلی شوې وو خو افسوس چې داسې ونشوه.

کلیم الله په خپل ټوېټر لیکلي دي ښه نه ګڼي چې په یو داسې هېواد کې ژوند کوي چې وزیراعظم یې یو لوبغاړی پاتې دی او هغه د لوبو خیال نه ساتي.

کلیم الله ویلي دي چې ډېره د خفګان وړ خبره ده چې په تېرو پنځو کالو کې په دویم ځل د پاکستان د فیفا ممبرشپ معطل کړی شو.

پاکستان کې د تېرو څو میاشتو راهیسې د فټ بال د فېډرېشن د مشرۍ په سر د دوه تنظیمونو ترمنځه شخړه روانه ده او ددې له وجې فیفا د عالمي فټ بال چارو په وړاندې بوتللو لپاره د نارملایزېشن په نوم یوه کمېټي ټاکلی ده چې د عالمي فټ بال چارې په وړاندې بوځي او ددې لپاره یې د هارون ملک نوم ټاکلی دی.

خو د اشفاق حسېن په نوم د یوه تنظیم مشر وايي چې دې د فټ بال فېډرېشن مشر ټاکلی شوې او د بل چا مشري نه مني خو دده مخالف نوید خان بیا د فټ بال مشرۍ لپاره ځان له دعوه کوي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG