لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وړمبي سمندري جهاز غزه ته 200 ټنه امدادي شیان ورسول


د امریکې صدر جوبایډن غزه ته بشري امداد د رسولو په لړ کې سمندري لار د استعمالولو اعلان کړی و
د امریکې صدر جوبایډن غزه ته بشري امداد د رسولو په لړ کې سمندري لار د استعمالولو اعلان کړی و

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ وویل غزه ته د سمندر دلارې امداد د وړلو په لړ کې وړمبي سمندري جهاز ۲۰۰ ټنه شیان غزه ته ورسول. دغه بېړۍ د قبرص نه روانه شوې وه او د غزه په ساحل د عارضي بندر دلارې فلسطینیانو ته د مرستو د رسولو برخه ده.

د اسرایل پوځ د جمعې په ماښام وویل د سمندري جهاز نه امدادي سامان په 12 ټرکونو کې بار کړی شو. غزه ته
په امدادي شیانو کې خوراک، اوبه او نور شیان شامل وو.

د امریکې صدر جوبایډن غزه ته بشري امداد د رسولو په لړ کې سمندري لار د استعمالولو اعلان کړی و.

بلخوا د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ وویل غزه ته د امداد، د حماس په ولکه کې یرغمالانو د ازادولو او د اسرایل او حماس په جنګ کې د ډربندۍ دپاره مذاکرات دوام لري.

د امریکې خارجه وزیراېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ وویل امریکا د اسرایل، قطر او مصر سره په شریکه په چټکتیا کوښښونه کوي چې د اسرایل او حماس په جنګ کې د اوږد مهاله ډز بندۍ او د حماس په ولکه کې د یرغمال کسانو د ازادۍ دپاره معاهده وشي.

بلېنکن د اسټریا په سرښار ویانا کې د اسټریا خارجه وزیر سره مشترکه خبري غونډې ته وویل د سولې خبرې دا اوس مهال هم کېږي او یقین لري چې په اینده ورځو کې به هم دغه مذاکرات دوام ولري.

بلېنکن وویل حماس خپل جوابي تجویز وړاندې کړی او دا چې اسرایل د نورو خبرو دپاره قطر ته مذاکراتي ډله لېږلې ده.
د سولې کوښښونه په داسې حال کې کولې شي مذاکرات د ځنډ شکار شوي وو او په نتیجه کې دا میدونه لمنځه لاړل چې د روژې په میاشت کې به په ممکنه توګه جنګ کې وقفه وشي.

د مذاکراتو مېز ته د اسرایل د ستنېدو په اړه بلېنکن وویل دا معاهدې ته د رسېدو امکان او د بېړني ضرورت عکاسي کوي چې اور بند ترلاسه کړی شي، یرغمال کسان ستانه کړی شي او غزه ته نور امداد ورسوول شي.

د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو دفتر د جمعې په ورځ‌ وویل نېټن یاهو د غزه په رفح ښار کې د پوځي عملیاتو منصوبه منظوره کړې ده. په رفح کې د 1.3 مېلین نه زیاتو خلکو پناه اخېستې ده. هغه وویل اسرایلي پوځ د عملیاتو او ملکي خلکو د ویستلو دپاره تیاری کوي.

د امریکې صدر جوبایډن حکومت ویلي داسې منصوبه لیدل غواړي چې واضحه ويو مقاصد ترلاسه کولی شي او ملکي خلک باید محفوظ کړي. بلېنکن وویل د امریکې حکومت داسې څه منصوبه نه ده لېدلې.

د اسرایل پوځ د جمعې په ورځ د دې خبرې تردید وکړو چې اسرایلي عسکرو په هغو فلسطینیانو ډزې کړي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې د غزه په شمال کې د امدادي سامان د کانوای ای قافلې انتظار کولو. د غزه په دغه برخه کې لوږه زیاته ده.

د غزه د صحت وزارت چارواکو د پېښې په اړه ویلي د امدادي ټرکونو په انتظار په فلسطینیانو د اسرایلي عسکرو په ډزو کې لږ تر لږه 21 کسان وژل شوي او د 150 نه زیات زخمیان شوي دي.

د اسرایل پوځ تردید کړی چې عسکرو يې په کویت چوک (چارسو) کې ډزې کړي دي. اسرایلي پوځ وویل امدادي قافلې د رارسېدو نه قریباً یوه ګنټه مخکې مسلح فلسطینیانو په هغو ملکي کسانو ډزې وکړې چې د امداد په انتظار وو.

اسرایلي پوځ په خپل بیان کې وویل په داسې حال کې ټرکونه راتلل مسلح فلسطینیانو د غزه په اوسېدونکو په ټرکونو د لوټ مار په مهال ډزې جاري وساتلې او ځېني فلسطینیان د ټرکونو د لاندې هم شول.

اسرایلي پوځ وویل که څه هم پېښې ته کتنه دوام لري خو ابتدايي جایزه ښيي اسرایلي ځواکونو نه خو د ټېنک، نه د ټوپک ډزې کړي او نه هم هوايي بمباري شوې ده.

متحده قومونه وايي د غزه په شمال کې خلک د لوږې ښکار دي. د متحده قومونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د جمعې په ورځ وویل د دوو کلونو نه د کم عمر 31 د غذایت د سخت کمي سره مخامخ دي او په تېرو څو هفتو کې لږ تر لږه 23 ماشومان د غذایت د کمي دلاسه مړه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د جنګ د شروع کېدو راهسې اسرایل د ضرورت د څلورمې برخه امدادي مېشنونو ته اجازت ورکړی دی.

بلخوا د غزه د صحت وزارت ويلي د کډوالو په النصیرات کېمپ کې د امداد د ویش یو مرکز د اسرایل په هوايي حمله کې لګېدلی دی چې په نتیجه کې يې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د فلسطیني مسلح ډلې حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف عملیات شروع کړي دي. د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي، حماس تر 250 پورې نور کسان یرغمال نیولي وو. د یرغمالانو څخه ځینې ازاد کړی شوي دي خو 130 لا اوس هم د حماس په ولکه کې دي مګر اسرایلي چارواکوي وايي حماس یا خو د 30 کسانو مړي د ځان سره وړلي دي او يا په حملو او یا د حماس په بند کې مړه شوي دي.

د غزه د حماس د انتظام لاندې صحت وزارت وايي د اسرایل په حملو کې 31500 فلسطینیان وژل شوي او د 73000 نه زیات زخمیان شوي دي. رپورټونه وايي ګڼ شمېر مړي د په غزه کې د ورانو ودانیو دلاندې هم پراته دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG