د ریټنګ نړیوالې اداري فِچ اټکل کړی چې راتلونکي مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م کې به د پاکستان د ترقۍ کچه درې فیصدي وي.
د پاکستان د راتلونکي مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م د تجویز کړل شوي بجټ په اړه خپل رپورټ کې د ریټنګ تړلو نړیوالې ادارې ویلي په راتلونکي مالي کال کې امکان دی چې پاکستان کې ګراني ۱۲ فیصدو اؤ د سود کچه ۱۶ فیصدو ته راکوزه شي.
فِچ پخپل رپورټ کې ویلي فرورۍ کې له ترسره شوؤ ټاکنو وروسته د پاکستان لخوا د پېسو ادا کولو وضعیت په پرله پسې ډول ښه کیږي .
رپورټ کې اټکل شوی چې په وارداتو اؤ صادراتو کې فرق د جي ډي پي صفر اعشاریه درې فیصدي ته راتلی شي اؤ غوره زرعي پېداوار هم په دې کې مرسته کوي.
پروسږکال د وارداتو اؤ صادراتو تر منځ فرق د جي ډي پي یو فیصد ؤ.
فچ ویلي د راتلونکي مالي کال له بجټ وروسته د پاکستان اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې آي ایم ایف تر منځ د پور د تړون غوره امید شته خو رپورټ کې ویل شوي چې په راتلونکي مالي کال کې مالیاتي اهداف ترلاسه کول واضحه نه دي.
رپورټ کې ویل شوي چې د حکومتي اقداماتو له امله به په بهرنیو اداییګیانو فشار کم وي خو د ترقۍ شرحه هم له هیلو کمه پاتې کیدای شي .
تېره اوونۍ د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي وؤ چې په ملک کې د ګرانۍ کچه د ۴۸ فیصدي نه ۱۱ فیصدو ته راکوزه شوې ده اؤ ډیر زر به سنګل هندسې (له لسو څخه کمې شمېرې) ته هم په ښکته راشي.
هغه ویلي وؤ پاکستان سره آي ایم ایف ته له تګ پرته بله هیڅ لاره نه وه اؤ که چرې مونږ آي ایم ایف ته نه وؤ تللي نو نن به مو د اهدافو ټاکنه نه وه کړې.
د خزانې د وزیر په وینا، په مالي کال ۲۰۲۲-۲۳م کې د نمو شرحه دوه فیصدي کمه شوې وه اؤ د روپۍ ارزښت ۲۹ فیصدي په ښکته راغلی ؤ اؤ هم ددې ستونزو سره مونږ د مالي کال ۲۰۲۳-۲۴ سفر پیل کړی ؤ .
د خزانې وزیر ویلي وؤ په روان مالي کال کې عایدات ۱۳ فیصدي سیوا شوي اؤ مونږ په دې کې بریالي شوي یو چې د کرنټ اکاونټ خساره تر ۵۰ کروړه ډالرو محدوده وساتو.
محمد اورنګزیب ویلي وؤ چې پروسکال مونږ د اقتصادي سقوط په غاړه ولاړ وؤ اؤ په لاس کې راسره یوازې د دوؤ اوونیو د برامداتو زرمبادله پاتې شوې وه .
نوموړي ویلي، آي ایم ایف سره مو کامیاب مذاکرات شوي دي اؤ دغه نړیوالې مالیاتي ادارې د نهو میاشتو د لنډ مهاله پور په پروګرام کې د پاکستان مالیاتي نظم منلی دی.
د اقتصادي چارو څېړونکي وایي ، د مالي کال ۲۰۲۴-۲۵م بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.
د اقتصادي چارو خبريال ثنا الله خان وايي،"حکومت ته دوه غټ چيلجونو راوړاندې دي، آمدن یې کم او خرچې یې سيوا دي او بله یې د بجټ خساره ډيره زياته ده او دا پوره کولو دپاره یې نورې قرضې اخلي او راتلونکو درېو کلونو کې به ورته د اويا نه پينځه اويا اربه ډالره صرف بهرني پورونه ورکول وي".
تير کال د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه منفي وه خو راوران مالى کال کې حکومت وايي دا به 3.5 فىصدي وي او ګراني به د شلو فىصدى نه کمه پاتي شي. د مياشې په حساب سره خو ګرانۍ کي کمې راغلې خو د سود شرحه ډيره زياته ده او هم دغه وجه ده چې د پاکستان ټول امدن د درنو قرضو په ورکولو کې ولاړ شي.
Forum