د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې په دوو مختلفو جګړو کې پينځه ایراني امینتي عسکر او اته وسله وال وژل شوي دي او د ایران سرکاري مطبوعاتو د حملو ذمه واري په جېش العدل نومې وسله والې ډلې پورې کړې ده.
د ایران په ساحلي ښار چابهار او په راسک نومې سیمه کې د حملو خبر ایراني مطبوعاتو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ ورکړو.
ایرنا خبري ادارې وویل ۱۰ ایراني عسکر زخمیان شوي هم دي.
ایرنا وویل اوړمه شپه وسله والو په راسک نومې سیمه کې د پاسداران انقلاب او په ساحلي ښار چابهار کې د ساحلي امنیت د ځواکونو په پوسټونو حملې وکړې.
ایرنا وویل هغه شپږ وسله وال محاصره کړی شوي دي چې دوه کسان یې یرغمال کړي دي.
ایرنا د یرغمالانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي خو د حملې ذمه واري يې په جېش العدل نومې ډلې پورې کړې ده. د رپورټ ترمخه جېش العدل د سیمې د بلوچ اقلیتونو دپاره د زیاتو حقونو غوښتنه کوي او په تېرو وختونو کې يې هم د حملو مسولیت منلی دی.
د ایران سیستان بلوچستان صوبه د افغانستان او پاکستان سره سرحدونه لري او وخت په وخت په کې د ایراني ځواکونو او د وسله والو او د نشۍ توکو د سمګلرانو د جګړو رپورټونه مخې ته راځي.
د ډسمبر په میاشت کې په سیمه کې د پولیس په تاڼه د مسلح کسانو په حمله کې د لسو زیات پولیس ووژل شوو.
ای پي خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د ترقۍ په لحاظ د ایران سیستان بلوچستان صوبه وروسته پاتې ده او د سیمې د سني اوسېدونکو او د ایران شیعه حکمرانانو تعلقات زیاتره د تاوتریخوالي ښکار وي.
Forum