د افغانستان يو مخکني لوړ پوړي چارواکي ویلي، په پخواني ولسمشر اشرف غني د 150ملينه ډالرو د ځان سره د کابل نه د وړلو د تورونو په اړه يې د امریکا پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.
د مخکني افغان ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ویلي، د دسمبر په مياشت کې د امریکا په ورجينيا کې د امریکې د افغانستان دپاره ځانګړي انسپکټر جنرل (سيګار) مشر جان سوپکو سره يې د هغه په دفتر کې ليدلي او په افغانستان کې د امریکا د ملاتړي حکومت د غبن په اړه يې د هغه پوښتنو ته ځوابونه ويلي دي.
وي او اې سره په خبرو کې حمد الله محب ویلي، هغه د خپل بېنک اکاونټ او اثاثو تفصيل ويلي او زياته کړې يې ده هغه به د امریکا په تحقيقاتو کې مرستو ته دوام ورکوي.
حمد الله محب د افغانستان مخکنی ولسمشر اشرف غني سره يو ځای په 15 اګست د کابل نه هغه وخت وتلی چې طالبان کابل ته ننوتلي وو.
امریکا چې د افغانستان د حکومت د ړنګېدو پورې يې د دغه هېواد لویې مرستې کولې، سيګار ته د امریکا کانګرېس دغه دنده سپارلې چې په اشرف غني د هېواد څخه وتلو په مهال د میلنونو ډالرو د وړلو د تورونو تحقيقات وکړي.
سوپکو تيره اوونۍ د انټلانټک کونسل ته ویلي، حقيقت دا دی چې دوی د هغو تورونو پلټنې کوي او د هغې مطلب دا نه دی چې رښتوني دي که نه دي.
د کابل څخه د وتلو په مهال د نغدو پېسو د وړلو تور په لومړي ځل په کابل کې د روس سفارتخانې لګولی وو.
سوپکو ویلي، تحقيق کوونکي يې د دې سره اړونده نورو مسلو ته هم ګوري، چې ولې د افغانستان حکومت په چټکتیا ړنګ شو؟، ولې يې پوځ دومره زر ړنګ شو؟ څه وشو؟ ټوله وسله؟ د ټولو هغو پېسو څه وشو چې د اخره پرې امریکا لېږلې، پېسې، تېل او نور څيزونه.
سيګار تمه لري چې دغو پوښتنو ته به ځوابونه پېدا کړي او د روان کال د مارچ يا اپرېل پورې به یې د امریکا کانګرس ته رپورټ وړاندې کړي.
د اشرف غني مرکه نه ده شوې
د اشرف غني بل همکار فضل فضلي چې د هغه (غني) سره يو ځای وتلی وو او اوس په سويډن کې اوسي، وي او اې ته یې ویلي چې د اشرف غني نه تراوسه پوري سيګار مرکه نه ده کړې او زياته کړې يې ده سيګار تراوسه پورې د هغه سره هم رابطه نه ده کړې.
اشرف غني د وتلو درې ورځې وروسته دغه رپورټونه په سختۍ سره رد کړي وو چې هغه د ځان سره یې نغدې پېسې وړي وې. هغه په ملګرو ملتونو غږ کړی وو چې د دغه مسلې دې ازادې پلټنې وکړي.
د محب په څېر فضلي ويلي، دوی د سيګار په پلټنو کې مرستو ته تيار دي چې ثابته کړي چې دوی په غبن کې نه وو ککړ، خو ورسره يې منلي چې د افغانستان په ټولو ادارو کې غبن کېدو.
فضلي ویلي، تمه لري چې سيګار به په افغانستان کې د غبن په اړه رښتيا مالوم کړي.
محب او فضلي چې د غني نزدې همکاران ګڼل کېده، دواړو ویلي چې دغه تورونه د دې دپاره لګول کيږي چې د امريکا اتحادي پخوانی افغان صدر غبن کوونکی وو او هغه بدنام شي.
فضلي ویلي، د صدر غني سره د ماسکو اړيکې ښې نه وې او ترې چې ځينې مرکزي اسيایي مشرانو به هغه ته د لويديځ امپرېلسټ ويل.
نغدې پېسې
فضلي او محب دواړو ويلي، دوی په دې نه وو خبر چې په صدارتي ماڼۍ کې په غټه کچه نغدې پېسې پرتې وې.
خو پخواني صدر حامد کرزي تاييد کړې وه چې د هغه دفتر د سي ايي اې او ايران د حکومت نه د نغدو پېسو بېګونه ترلاسه کړي وو. خو غني څو ځله دا خبره کړې وه چې هغه کله هم د سي ايي اې يا بلې استخباراتي ادارې نه پېسې نه دي ترلاسه کړي.
د محب په وېنا اشرف غني دعوه کړې وه چې د نغدو پېسو حساب کتاب يې يوې حکومتي کمېټۍ ته سپارلی وو، او د امریکا او نېټو د افغانستان د پوځ په فنډونو کې يې کار نه لرلو.
په افغانستان کې حساب کتاب
د امریکې د براون پوهنتون د واټسن انسټيټيوټ د نړيوالو اړيکو د جګړې د لګښتونو د پروژې ترمخه امریکا د کال 2001 نه تر کال 2021 پورې په افغانستان کې په جګړه د دوه ټريلينه ډالرو نه زيات، او په پرمختيايي پروژو يې د 140 اربه ډالرو پورې لګولي دي.
سيګار ویلي، په پلټنو کې يې مالومه کړې چې په افغانستان کې د امریکا 15.5 اربه ډالره د پرمختيايي پروژو فنډ ضايع شوی دی.
محب منلې چې په افغانستان کې په منظم ډول غبن د افغانستان نظام ړنګولو لامل شو.
د نورو په شان محب هم ویلي چې هغه اندېښنه لري چې په افغانستان کې چا په رښتيا غبن کړی او ځانونه يې شتمن کړي هغه اوس د نړۍ په بېلابيلو برخو کې ازاد ګرځي.
جان سوپکو وي اواې ته ویلي، دوی د اشرف غني نه علاوه نور خلک هم ګوري چې د افغانستان نه یې په اخره کې پېسې ويستلي دي.
یادونه: اکمل دعوې دا خبر د وي او ای انګریزۍ څانګې دپاره لیکلی دی