د یو شمېر نورو هیوادونو وروسته د اتوار/ یکشنبې په ورځ فرانس هم خپلو وګړو ته امر کړی چې زر تر زره دې د لبنان نه ووځي. په دغه سیمه کې دغه زیاتیدونکی ٫٫ د بې ثباتۍ حالت٬٬ په ایران او لبنان کې د حماس او حزب الله وسله والو ډلو د مشرانو د وژل کیدو وروسته اسرایل ته د ورکړل شوو دهړکو له سببه جوړ شوی. ایران او ایتلافیان یې د دغه وژنو تور په اسرایل پورې کوی.
د لبنان ایران پلوه حزب الله ډلې ویلي چې وسله والو یې تیره شپه د اسرایل به شمالي سیمو راکټونه ویشتلي. دغه ډلې د اکتوبر د میاشتې راهسې کله نه چې د غزه جګړه پېل شوی هره ورځ د اسرایلي ځواکونو سره نښتې کړي.
د اسرایل پوځ ویلي چې د لبنان نه ۳۰ وړې راکټې ویشتل شوي چې زیاتره یې په هوا کې شنډ کړل شوي.
د تهران پلوه ډلو حزب الله او حماس لخوا د عملیاتو د ویرې په اسرایل کې جنګي حالت خبرداری اعلان شوی، د صحت عملې او پولیسو ویلي چې د اتوار په ورځ په تل ابیب کې د چړو په برید کې دوه اسرایلیان وژل شوي.
برید کونکی چې د غربي غاړې یو فلسطینی دی او د پولیسو لخوا ٫٫ بې دمه٬٬ کړل شوی بیا پولیسو نژدې روغتون ته وړی او هلته مړ اعلان شوی.
د فرانس تر څنګ د کېنېډا، او اردن حکومتونو هم خپلو خلکو ته ویلي چې د لبنان نه ووځي. امریکا او برتانیې هم دغه شان خبرداري اعلان کړي. د دې تر څنګ یو شمېر غربي هوایي شرکتونو سیمې ته خپل هوايي سفرونه ځنډولي.
د اتوار په ورځ د قطر هوايي شرکت قطر اېیرویز ویلي ٫٫ په لبنان کې د تازه پرمختګونو ته په کتلو، د دوهه او بیروت هوايي سفر به یواځې د ورځې ترسره کیږي.٫٫ د شرکت له مخې دغه حالت به د ګل د ورځې پورې وي.
د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.
Forum