لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان یوازینۍ ښځینه سفارتکارې ذکیه وردګ د سرو زرو د قاچاق په تورونو له خپلې دندې استعفا ورکړه


Zakia Wardak
Zakia Wardak

په هند کې یوې افغان ډپلوماټې ذکیه وردګ د خپل منصب نه وروسته له هغې د استعفا اعلان کړی چې په هندي رسنیو اؤ سوشل میډیا د سرو زرو په قاچاق کې د هغې د نیول کېدو راپورونه مخې ته راغلل.

ذکیه وردګ چې په کال 2021م کې په افغانستان د طالبانو له قبضې وړاندې د هند په ممبۍ کې د افغانستان د جنرال کونسلکرې په توګه ګمارل شوې وه،ویلي یې وؤ چې هغه د افغانستان یوازینۍ مېرمن ده چې سفارتي خدمات ترسره کوي.

ذکیه وردګ د خالي- شنبې په ورځ د ټولنیزې رسنۍ ایکس پخپله رسمي پاڼه د خپلې دندې نه د مستعفي کیدو اعلان کړی .

تېره اوونۍ هندي رسنیو راپورونه ورکړي وؤ چې دغه افغان سفارتکاره د هند په هوایي ډګر د سرو زرو د خښتو د قاچاق په تور نیول شوې خو د سفارتي استثناء له امله زندان ته نه ده اچول شوې.

هندي رسنیو ویلي هغې سره د سرو زرو 25 خښتې نیول شوي چې د هرې یو خښتې وزن یو کلو ګرام (2.2 پاؤنډه) دی.

پخپل بیان کې مېرمن وردګ د ځان د نیول کېدو د سرو زرو د قاچاق د تورونو هیڅ یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي "که څه هم د یوې افغانې ښځې په توګه به خپل هېواد ته خدمت او د بنیادي مثبتو بدلونونو د رامنځته کولو هڅې ته دوام ورکړم، خو په اوسنیو شرایطو کې له دې مقام څخه د ګوښه کېدو سخته پرېکړه اعلانوم."

ذکیه وردګ ویلي "که څه هم په ما باندې بریدونه زما له تمې څخه لرې نه وو، خو زما د کورنۍ د غړو لپاره یې نتیجې له هغه څه زیاتې وې چې ما یې تصور کړی و او زه یې دې ته اړه کړم چې د دې کار دوام د هغوی لپاره عادلانه نه دی"

ذکیه وردګ نه ده څرګنده کړې چې په هغې باندې څه ډول شخصي بریدونه شوي او کومه بدنامي ورته ور اړول شوې ده.

هغې افسوس ښکاره کړی چې په هند کې د افغانستان په سفارتي نظام کې د یوازینۍ مېرمنې په توګه د هغې ملاتړ نه دی شوی او پر ځای یې د هغې حیثیت ته تاوان رسیدلی دی.

د طالبانو د حکومت خارجه وزارت په سمدستي توګه د ذکیه وردک د استعفا په اعلان کوم غبرګون نه دی ښودلی اؤ نه هم لا ددې دعوې تصدیق شوی دی چې ګنې هغه د افغانستان یوازینۍ سفارتکاره وه.

هغه د افغانستان په پخواني جمهوري نظام کې په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګره ټاکل شوې ده اؤ بیا د طالبانو د حکومت وړومبۍ همکاره وړومبۍ ښځینه سفارتکاره ګڼل کېده.

په کال 2021 کې چې د امریکې اؤ ناټو ځواکونه له افغانستانه ووتل اؤ طالبانو د افغانستان په اقتدار قبضه وکړه نو هغوي په زیاتره ولسي څانګو کې ښځې له کارونو منعې کړې دي اؤ هم یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

په پیل کې طالبانو دعوې کړې وې چې هغوي به معتدله واکمني کوي خو وروسته یې بیا د ښځو په کار، سفرونو اؤ تفریحي پارکونو ته په تګ بندیز ولګولو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG