لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پخوانی افغان صدر اشرف غني وايي طالبانو ته نه تسلیم کېدو نو ځکه یې هېواد پرېښود


پخواني افغان صدر وویل چې هغه ته په خوراک کې د زهر ورکولو دپاره د ارګ یو اشپز (پخلی کونکي) ته په مبینه توګه د یو لک ډالرو وړاندېز شوی و او هغه محسوسول چې د چاپېریال یې اوس محفوظ نه دی

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو یو کال وروسته پخواني افغان صدر اشرف غني ویلي نه یې غوښتل چې بې عزتي ومني او طالبانو ته تسلیم شي نو ځکه يې د یو سېکېڼد (ثانیې) نه په کم وخت کې د ملک نه د وتلو فېصله وکړه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه اشرف غني دغه خبرې د اتوار، يکشبنې، په ورځ د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن سره مرکه کې وکړې.

غني سي اېن اېن ته وویل د اګست د ۱۵ نېټې په سحر چې طالبان د کابل په دروازه ولاړ وو، په ارګ کې هغه یوازی و او د هغه محافظان غېب شوي وو.

هغه وویل هم په دغه ورځ وختي ورته د د دفاع وزیر ویلي وو چې د کابل دفاع نشي کېدلی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي چې د کال د سقوط په ورځ اشرف غني د خپل کردار دفاع کړې خو د اتوار، يکشنې، په ورځ مرکه کې نور تفصیلات وړاندې کړل.

پخواني افغان صدر وویل چې هغه ته په خوراک کې د زهر ورکولو دپاره د ارګ یو اشپز (پخلی کونکي) ته په مبینه توګه د یو لک ډالرو وړاندېز شوی و او هغه محسوسول چې د چاپېریال یې اوس محفوظ نه دی.

اشرف غني وویل نه یې غوښتل چې طالبان او ملاتړي یې د یو بل افغان ولسمشر په عزتۍ کېدو خوشحاله شي اود حکومت قانوني مشروعیت ورته لاس لیک کړي. زه هېڅ کله هم نه وم وېرېدلی.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي د اګست په ۱۵ نېټه د غني اچانک او په خفیه توګه تګ د کابل ښار بغیر د یو مشر په داسې حال کې پرېښودو چې د نېټو ځواکونه د ګډوډۍ په حال کې د افغانستان نه د انخلا په اخېري پړاو کې وو.

اشرف غني دا مستقل الزامات هم رد کړل چې کله هغه او نور چارواکي په هېلې کاپټرو کې وتل نو ځان سره یې په لس مېلینونو ډالرنغدې پېسي وړلي دي.

د افغانستان د بیا رغونو دپاره د امریکايي کوښښونو د څارنې ادارې سیګار تېره هفته په خپل رپورټ کې وویل په کوم بېړني حال کې چې اشرف غني او نور چارواکي په هېلې کاپټرو کې وتل په دغه مهال توجه د مال په ځای په مسافرو وه چې دغه هېلې کاپټرې څومره بار اوچتولی شي او په ځمکه او په هوا کې د عیني شاهدینو او بیانونه څرګندوي چې په دواړو هېلې کاپټرو کې د پېنځو لکو نه زیاتې نغدي پېسې نه وې.

سیګار وویل دا امکان ډیر زیات دی چې کله طالبانو کابل نیولو نو د دغه مهال په ګډوډۍ کې د ارګ په شمول د افغان حکومت د ملکیت نه په لویه شمیره کې ډالرې غېبې شوي دي په دې کې د استخباراتي ادارې خزانه هم شامله ده.
سیګار په خپل رپورټ کې دا هم وويل چې دا نه ده معلومه چې په مجموعي توګه څومره پېسې غلا شوي او دغه پېسي چا پټې کړي دي؟

ای پي وايي طالبانو تېرکال د اګست په میاشت کابل بالاخېر بغیر د څه جګړې په داسې حال کې ونیولو چې د دې نه مخکې يې د یوې هفتې په جنګ کې کامیابۍ ترلاسه کړې وې، په چټکتیا یې ولایتي مرکزونه نیول او افغان امنيتي ځواکونو همت بېللی و او مزاحمت یې نه کولو.

رپورټ وايي د واک ترلاسه کولو په تېر یو کال کې طالبانو په جینکو او مېرمنو ډیر قدغنونه لګولي دي او د نړیوالې ټولنې د غږونو باوجود یې تعلیم او کار روزګار ته د مېرمنو لاس رسی محدود کړی دی.

ای پي وايي په نړیواله کچه طالبان د تنهايي سره مخامخ دي او هغه مرسته چې نورو ملکونو به د اشرف غني د حکومت سره کوله، د طالبانو سره یې نه کوي.

طالبانو د واکمنۍ نه وروسته افغانستان د اقتصادي بحران سره او په مېلینونو افغانان د غربت او د خوراک د کمي سره مخامخ شوي دي.

ای پي وايي د دغو مشکلاتو باوجود د خپل حکومت د کال پوره کېدو په مناسبت طالبانو د ګل، دوشنبې، په ورځ یو شمېر دستورې ترتيب کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپل حکومت د یو کال پوره کېدو په مناسبت ویلي "نوپایه حکومت" یې په تېزۍ سره ملک ته امن راوستی او "د سولې، استحکام، او رفاه" لاره یي پیله کړې ده.

بلخي وي او اې ته په یوه مفصله مرکه کې وویل چې اړوند وزارتونه په هره ممکنه توګه کوشش کوي چې په موثره توګه د اقتصاد په برخه کې فوري داخلي مسئلې هوارې کړي، لکه د کرنسۍ مسئله، او د تجارت او ټرانزیټ فعالیتونو په زیاتولو باندې خلکو ته کار روزګار پیدا کول.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي د رپورټ نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG