لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې یو پخوانی سیاستوال او چارواکی د یو خبریال په وژنه مجرم وپېژندل شو


د امریکې د نیواډا ایالت د لاس ویګاس ښار یو عدالت د چارشنبې- شورو په ورځ د کاونټۍ یو پخوانی منتخب چارواکی د هغه پلټونکي خبریال په وژنه مجرم پېژندلی، چې پر دې چارواکي یې په خپلو رپوټونو کې تنقید کړی وو.

د کلارک کاونټۍ چارواکی رابرټ ټېلس مجرم پېژندل شوی چې په مرګونې وسله یې قتل کړی دی. څارنوالانو تور پورې کړ چې هغه 69 کلن خبریال جیف جرمن د 2022م د ستمبر پر درېیمه له خپل کوره بهر په چاقو وهلی وو.

د دې چارواکي په خلاف په تر لاسه شوو ثبوتونو کې د خبریال جرمن تر نوکانو لاندې د هغه ډي این اې او د بریدګر د هغه موټر ویډیو شامله ده چې د ده د ښځې په نوم رجسټر شوي موټر ته ورته وو.

د جرحې په وخت د کاونټۍ پراسیکیوټر کرسټوفر هېمز له ټېلس څخه وپوښتل چې د خبریال جرمن د کور عکسونه د ده موبایل ته څنګه ورغلو، د ده په پښو کړی بوټ د هغه تر صوفې لاندې څنګه راغی او د ده ډي این اې جرمن ته څنګه ورغله.

47 کلن ټېلس ویلي دا ثبوتونه یې همکارانو، یوې ریل سټېټ کمپنۍ، پولیسو او په ممکنه توګه د کاونټۍ ضلعي اټارني د جرمن د وژلو او په دې دسیسه کې د ده د ښکېلولو لپاره لګولي وو.

د دوو ورځو د پوښتنو ګروېږنو په مهال چې د ټېلس ګواهي چېلنج کړای شو نو هغه بیا بیا وویل چې بې قصوره دی او انکار یې وکړ چې خبریال جرمن ده نه دی وژلی.

وژل شوي خبریال د دغو شکایتونو پر سر په رپوټونو جوړولو کې په میاشتو وخت لګولی وو چې پکې تور لګېدلی وو چې چارواکي ټېلس له خپلو ماتحت کسانو سره ناوړه اړیکې لرلې او د بدسلوکۍ د کارځای څارنه یې کوله.

د خبریال جرمن تر یو رپوټ خپرېدو سمدستي وروسته ټېلس د 2022م کال په جون کې بیرته پر خپله څوکۍ په ټاکل کېدو کې ناکامه شوی وو او د ډیموکرېټ ګوند په ګوندي ټاکنو یا پرایمري کې یې پر خپل سیال باندې ټاکنې بایللې وې.

د موبایل ټیلیفون له پیغامونو معلومیږي چې ټیلس ویلي هغه له ټاکنو بایللو وروسته "پرېشانه" وو. رابرټا لي کینیټ چې ټېلس ورسره اړیکې لرلې په عدالت کې ګواهي ورکړې چې ټېلس له خبریال جرمن څخه "کرکه" کوله، خو ټېلس په عدالت کې دا خبره رد کړه.

جیف جرمن تر هغه وخته پورې چې لا نه وو وژل شوی د دې پخواني چارواکي‌ ټېلس په اړه پلټونکو رپوټونو جوړولو ته دوام ورکړی وو. هغه د نیواډا په تر ټولو لوی ښار لاس ویګاس کې له لسیزو راهیسې د حکومتي بډو رشوتونو او منظمو جرمونو په اړه د رپوټونو په جوړولو مشهور وو.

د خبریالانو د حقونو یوې نړیوالې ټولنې کمېټي ټو پروټیکسټ جرنلسټس په خپل رپوټ کې ویلي، په 2022م کې چې په نړۍ کې 69 د رسنیو کارکوونکي او خبریالان وژل شوي وو په هغوی کې په امریکا کې یواځینی وژل شوی خبریال همدا جیف جرمن وو.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG