لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې په پخواني استازي الزام دی چې په غیر قانوي ډول یې ‌تحفې او مالي مراعات اخیستي


رچرډ اولسن

د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې په پخواني استازي ریچرډ اولسن الزام دی چې د امریکې د تکلارې توله د قطر په حق د ټیتولو دپاره یې د قطر مرسته کوله، په دې لړ کې یې تحفې او مالي مراعات ترلاسه کړي خو دا هلې ځلې یې د امریکې حکومت ته نه دي څرګندې کړي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبری ادارې ترمخه، ټاکل شوي ده چې ښاغلی اولسن به د جپل جرم اعتراف وکړي.

د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې د افغانستان او پاکستان دپاره د خصوصي استازي نه علاوه اولسن په پاکستان او متحده عرب اماراتو کې د امریکې سفیر هم پاتې شوی دی.

د ای پي ترمخه عدالت ته دا میاشت د وړاندې کړی شویو دستاوېزاتو ترمخه د حکومت د ملازمت نه د وتلو وروسته اولسن د قطر حکومت ته مرسته او مشورې ورکولې.

د قانون ترمخه یو حکومتي چارواکی د حکومت د ملازمت نه د لېرې کېدو یو کال دننه د بل ملک دپاره دغه ډول خدمات نشي ترسره کولی څنګه چې اولسن کول.

د وفاقي حکومت د وکیلانو ترمخه اولسن لا په سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې په خارجه وزارت کې و چې په کېلېوفورنیا کې مېشته یو کاروباري تن عماد زبېري نه یې مالي مراعات ترلاسه کړي و خو دا یې حکومت ته نه وو ښکاره کړي.

د امریکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ترمخه زبېري پاکستاني نژاد امریکايي شهري دی.

ای پي وايي یو وخت وو چې زبېري به سیاسي ګوندونو ته په لویه کچه چندي ورکولی خو دا وخت هغه د 21 کاله قید سزا تېروي.

سیاسي ګوندونو او سیاسي مشرانو ته په غېرقانوني ډول د پېسو رسولو او د دې په نتیجه کې د خارجي حکومت مفادات وړاندې بوتلو په سر زبېري ته د قید سزا ورکړی شوي ده.

ای پي وايي په نوو عدالتي دستاوېزاتو کې د زبېري نوم نه دی اخیستل شوی خو د هغه شناخت یې په نورو کېسونو کې د جمع کړی شوو کاغذونو او د کانګرس غړو ته د هغه د نمایندګانو د خطونو او مرکو نه کړی دی.

ای پي وايي د انصاف وزارت او نه هم د اولسن وکیل خبري ادارې ته په دې اړه څه ویلي دي.

د ای پي رپورټ وايي د سټېټ ډپارټمنټ نه د اولسن د تګ سمدستي وروسته سعودي عرب، یو ای ايي او ځینو نورو ملکونو د قطر په ضد بندیزونه ولګول چې او په دې لړ کې د امریکې په تګلاره د اثر غورځولو دپاره په واشنګټن کې د لابینګ او په لویه کچه د پېسو مصرف شروع شو.

اولسن، زبېري او د امریکايي پوځ پخواني جرنېل جان اېلن دوحه ته سفر وکړو او د قطر مامورینو سره یې د کړکېچ د حوارولو په اړه خبرې وکړې.

په نوو عدالتي دستاوېزاتو کې د وفاقي حکومت وکیلانو وویل چې قطر ته د کال 2017 د سفر وروسته اولسن، زبېري او اېلېن د کانګرس یو شمیر غړو سره په مقصد ملاقاتونه وکړل چې د قطر او د نورو عرب ملکونو په شخړه کې دوی د قطر حمایت وکړي.

د زبېري نماینده چې کانګرس ته په یو خط کې کوم ایمېلونه څرګند کړي ښښي چې زبېري غوښتل چې په وایټ هاوس کې د امریکې د قامي سلامتیا شمیر اېچ ار مېک ماسټر سره د قطري چارواکو په ملاقات کې دې اولسن او اېلېن هم د قطري مامورین ترڅنګ ورشي.

ای پي وايي اېلېن دا وخت د بروکنګز انسټېټیوټ نومې څېړنې ادارې مشر دی تېر کال یې ای پي ته ویلي چې وایټ هاوس ته معلومه وه چې د قطر او د نورو عرب ملکونو لانجه ختمولو دپاره هغه د یو عام شهري په حېث کوښښونه کوي. د هغه ترجمان بیو فلېپس تېر کال په یو بیان کې وویل چې اېلېن هېڅ کله د قطر د حکومت د نماینده په حېث کار نه دی کړی.

ای پي وايي د کانګرس غړو او سفارتکارانو سره د نژدې کېدو د کوښښونو په سر زبېري بدنامه شوی و.

د حکومتي وکیلان ترمخه په 2015 کې زبېري د امریکې د نیو مېکسیکو ریاست نه لندن ته د اولسن د هوايي سفر ټېکټ ادا کړی و. په لندن کې اولسن د بحرین د یو کاروباري تن اېسام جناهي سره ولیدل او هغه اولسن ته د یو کال دپاره د ملازمت وړاندیز وکړو. اولسن ته د یو کال د قرارداد د درې لکو ډالرو پېشکش وشو.

ای پي وايي زبېري تېر کال کانګرس ته په خطونو کې اولسن سره د دغه تعلق ذکر کړي چې پکې قانون نافظ کوونکي یو پخواني چارواکي چې زبېري ورته ملازمت ورکړی و د هغه خلاف په قانوني اقدماتو کې یې د یو شمېر نیمګړتیاو ذکر وکړو او زبېري ته سزا یې د "انصاف شنډېل" وبلل.

XS
SM
MD
LG