لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان :دجنگيالو بريد کې څلور پوليس عسکر وژل شوي


ديو پوليس عسکر په مرستې سره دزيارت په ورځ دافغانستان په جنوبي ولايت ارزگان کې دتندلارو په يو بريد کې څلور افغان پوليس وژل شوي دي.
پوليس وياند فريد احمد يو بهرني خبري اژانس سره ددغه پيښې په اړه خبرو کې وويل وسله والو جنگيالو دجنوبي ولايت ارزگان په ترين کوټ اولسوالۍ کې سحر وختي په يوه پوسته بريد کړى او په خوب اودۀ څلور پوليس عسکر يې وژلي.
هغه وويل يو هاغه پوليس عسکر چې باور کيږي دطالبانو خفيه ايجنټ ؤ دجنگيالو سره تښتيدلى دى.
پوليس وياند وويل دغه پوليس عسکر دطالبانو سره اړيکې لرلې او په پوسته بريدکولو کې يې دهغوي سره مرسته کړې ده، هغه په داسې وخت کې طالبان دبريدکولو لپاره راغوښتي وؤ چې نور عسکر اودۀ وؤ.
دارزگان دصوبائي حکومت يو وياند عبدالله همت ددغه پيښې پخلى کړى او وئيلي يې دي چې نښته کې يو وسله وال ژوبل شوى او وروستو نيول شوى دى.
دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دخپلو ملگرو لخوا په افغان پوليس او بهرنو ځواکونو په دغه زياتيدونکو بريدونو دنيټو مشرۍ دانديښنې څرگندونه کړې ده، په دغو بريدونو کې سږکال تر ډرامائي حده اضافه شوې ده.
دگل په ورځ دکابل په پوليس هيډکوارټرز کې يوې ښځينه پوليس افسر يو امريکائي صلاح کار وژلى ؤ، دپوليسو ترمخه ددغه ښځينه پوليس ذهني توازن سم نۀ ؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG