لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 فرانس او هند غوښتلي چې د اوکرين شخړه دې ژر تر ژره ختمه کړی شي


د فرانس صدر اېمېنول مېکران او د هغه مېرمن په اېلسي محل پېرس کې د وزیراعظم نرندره مودي هرکلی کوي
د فرانس صدر اېمېنول مېکران او د هغه مېرمن په اېلسي محل پېرس کې د وزیراعظم نرندره مودي هرکلی کوي

‎د هند او فرانس حکومتونو د شورو، چهار شنبې، په ورځ د اوکرين د روانې شخړې د ژر تر ژره د ختمېدو غږ کړی او د هندوستان وزير اعظم نرندره مودي نزدې وه چې په اوکرين د روس د يرغل وغندي خو بیا یې داسې کولو نه ډډه وکړه>

هند چې خپلې زياتې پوځي وسلې د روس نه اخلي د غرب او ماسکو تر منځ په سفارتي توګه په متوازن تعلقات ساتلو کې د سخت وخت سره مخامخ دی ځکه په اوکرين د روس يرغل يې نه په ډاګه غندلی او نه يې په ملګرو ملتونو کې د روس خلاف ووټ ورکړی.

په يو شريک بيان کې وزير اعظم مودي او د فرانس صدر ايمويل ميکران ويلي “فرانس او هند په اوکرين کې د روانې جګړې او بشري شتونزو په حالت خفګان ښکاره کړی.”

په بيان کې ويلي شوي “دواړه ملکونه په بشپړه توګه د دې غندنه کوي چې په اوکرين کې ولسي وګړي وژل شوي او د دې د ژر تر ژره د ختمولو غږ کوي چې دواړه خواوې وتوانيږي سره خپلو کې کيني او د خبرو اترو او سفارتي لارې څه حل راوباسي چې د ولس مشکل ختم شي”.

البته يواځې فرانس په اوکرين د روس يرغل وغندو او دې ته يې د روس غير قانوني او بې ځايه يرغل اوې.

دواړو هېوادونو ژمنه وکړه چې په ګډه سره به روان ناورين ته غبرګون ښايي ځکه جګړه په نړيواله کچه د خوراک د کمي سره مخ کېدلی شي. روس او اوکرين په نړۍ کې د غنمو پيدا کولو په غټو ملکونو کې شماريږي.

د مودي او ميکران د ملاقات نه وړاندې د فرانس د صدر دفتر ويلي وو صدر ميکران به په نړۍ د روان جنګ د پرېوتونکو اثراتو په اړه زور ورکوي چې پکې يورپ او ايشيا هم شامل دي.

ځينې فرانسوي چارواکو ويلي فرانس غواړي هند د روس نه د وسلو او انرجي اخستلو لار بدله کړي او زياته يې کړه د دې مقصد دا نه دی چې هند دې په ډاګه پاتې شي بلکې د دې د حل لار ورته کتل پکار دي.

مودي چې د يورپ په دوره دی په جرمني کې د چانسلر اولف شولز سره د ملاقات نه وروستو ميډيا ته ويلي “په جنګ به څوک هم بريالی نه شي او په دې جنګ به هر څوک د بيلاد سره مخ شي”.

څېړونکي وايي د هند او فرانس د يو بل سره ډېرې نزدې اړيکې دي او دا يې بيلګه ده چې مودي د 2017 نه راپه دېخوا د فرانس درې سفرونه کړي او صدر ميکرون ته يې بيا د هند د دورې بلنه ورکړې چې د وسلو او انرجي په خرڅ ژورې خبرې وکړي.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG