لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په فرانس کې حمله کونکي د چاقو په ګزارونو پولیس افسره ووژله


د فرانس صدر اېمېنول مېکران په ټوېټر پېغام کې وویل چې قوم د وژل شوې پولیس افسرې، د هغې کورنۍ او د هغې د پولیس همکارانو ترڅنګ ولاړ دی. هغه وویل د "اسلامي ترهګرۍ" خلاف جنګ کې به ماتی نه تسلیموي

په فرانس کې یو تن د چاقو په ګزارونو د پولیس يوه انتظامي افسره وژلي، پولیس حمله کوونکی په ډوزو وژلی او د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د حملې په وخت دغه تن د الله اکیر نعرې پورته کولې. چارواکو وویل د حملې تحقیقات به د ترهګرۍ په څېر کولی شي ا و د فرانس صدر وویل "اسلامي ترهګرۍ"

د جمعې د ورځې دغه حمله د فرانس سرښار پېرس په جنوب مغرب کې ۶۰ کلومېټره په فاصله کې په رېمبولی یا غابودي کې شوي ده.

پولیس ویلي ۳۶ کلن حمله کوونکی د تیونس شهري و چې په فرانس کې اوسېدلو. د ای اېف پي ترمخه پولیس د حمله کوونکي په اړه د مخکې نه څه معلومات نه لرل او چارواکو هغه د کوم مشکوک تن په څیر نه پېژندلو.

په حمله کې وژل شوي ۴۹ کلنه مېرمن د پولیس انتظامي افسره وي او د غرمې ډوډۍ نه وروسته کار ته بېرته ورتلله چې د تاڼې نه بهر پې حمله وشوه. د ای اېف پي رپورټ وايي حمله کوونکي د پولیس افسرې په مرۍ (ستونې) د چاقو ګزارونه وکړل او عېني شاهدینو وویل چې د برید په وخت دغه تن د الله اکبر نعرې کولې.

فرانسېسي چارواکو وویل د واقعې تحقیقات به د ترهګرۍ د حملې په څېر کولی شي.

د فرانس صدر اېمېنول مېکران په ټوېټر پېغام کې وویل چې قوم د وژل شوې پولیس افسرې، د هغې کورنۍ او د هغې د پولیس همکارانو ترڅنګ ولاړ دی. هغه وویل د "اسلامي ترهګرۍ" خلاف جنګ کې به ماتی نه تسلیموي.

ای اېف پي په خپل رپورټ کې وویل شپږ میاشتې وړاندې د فرانس په دغه سیمه کې یو "اسلامي" وسله ولا د سکول د یو استاذ سر غوڅ ګړی و او په تېرو څو کلونو کې د اسلامي والو په حملو کې ۲۵۰ کسان په فرانس کې وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG