لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ادبياتو نوبل جايزه د فرانس ليکوالې ته ورکړی شوې


د سوېډېش اکېډمۍ د 82 کلنې ليکوالې په حواله ويلي چې هغې د ژوند د مختلفو زايو څخه د جنس، ژبې او طبقې په بنياد ژوره څېړنه کړې ده

د کال 2022 د ادبياتو نوبل جايزه د فرانس ليکوالې اېني ايرنوکس ته د هغې د ځانليک [سوانح عمري]، شخصي يادداښتو او ټولنيزې نابرابرۍ په موضوع ليکل شوي کتاب [دې کېرېج اېند کلېنکل اېکويټي] باندې ورکړل شوی دی.

د سوېډېش اکېډمۍ د 82 کلنې ليکوالې په حواله ويلي چې هغې د ژوند د مختلفو زايو څخه د جنس، ژبې او طبقې په بنياد ژوره څېړنه کړې ده.

د رويټرز ترمخه ايرنوکس د فرانس لومړۍ ليکواله ده چې د ادبياتو نوبل جايزه يې ګټلې.

د اکېډمۍ په وينا، هغې وړاندې ویلي، "ليک کول سياسي عمل دی چې زمونږ سترګې په ټولنيزې نابرابرۍ پرانيزي او د دې کار دپاره هغې ژبه د چاکو په توګه کارولې لکه څنګه چې ورته هغه وايي دا د تخيل پردې ټوټې ټوټې کوي".

هغې خپل لومړی ناول [ليس ارمويرس وايډز] په 1974 کې لیکلی خو نړيواله پېژنګلو يې په 2008 کې د [ليس انيس] په کتاب ليکلوترلاسه کړې کوم چې په 2017 کې [دې اييرز يا د کلونو په نوم] انګرېزۍ ته ژباړل شوی.

اکېډمۍ ویلي په دغې کتاب کې لیکوالې خپله حافظه د درېم تن د حافظې په توګه راټوله کړې او دا يې تر ټولو ښه پروژه ده چې نړيوال شهرت يې ترلاسه کړی دی.

ايرنوکس د شمالي فرانس په نارمنډي کې په يوه متوسطه کورنۍ کې زېږېدلې او په داسې ډول ليک يې کړی چې څنګه هغې د کاري طبقې د ټولنې د عادتونو منلو دپاره په رښتونې توګه مبارزه کړې ده.

د ايرنوکس د کال 2000 ناول [هېپننګ] کوم چې د هغې د اسقاط حمل تجربې په اړه دی کله چې دغه عمل د کال 1960 په لسیزه کې په فرانس کې غېر قانونه وو، د کال 2021 د وینس په فلم مېله کې يې د ګولډن لاين يا سرو زرو ازمري جايزه ګټلې وه.

هغې په پېرس کې خبريالانو ته ویلي، هغې هغه وخت تصور نه کوو چې 22 کاله وروسته به اسقاط حمل چېلنج وي، هغې ويلي، زما د وروستي ساه پورې به زه د ښځو د حقونو دپاره مبارزه کوم چې ښځه په خپله انتخاب کړي چې ايا دا مور شي که نه شي.

ليکوالې په وروستيو کې په يورپ او لرې هېوادونو کې د ښي اړخو سياسي واک ترلاسه کولو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي په تاريخ کې انتهايي حق کله هم د ښځو په ګټه نه دی پاتې شوی.

د انګلېنډ په لنکن پوهنتون کې د انګرېزۍ او جرنلزم د څانګې مشر جېسن ويټکر ويلي، پکار ده دغه جايزه د ښځو سوانح عمرۍ صنف ته زياته پاملرنه وکړي کوم څه چې اکثره د نارينه و په واکمنۍ کې د پامه غورځول کيږي.

نوموړي ویلي، د لیکوالې د يادداښتونو يا ځانليک په ادبي ليکنو کې د ښځو د يادداښتونو مهم ځای جوړوي.

د ايرنوکس د کتاب خپرونکي 31 کلن امریکن ډېن سايمن چې د ليکوالې تازه کتاب [ګيټنګ لاسټ] يې چاپ کړی، په يو بيان کې يې ویلي، ايرنوکس د ښځې په توګه د ځان دپاره ودرېدلې ده، داسې لکه څنګه چې يو څوک د فرانس د کارکوونکې طبقې او په لسيزو ليسزو یې چاته سر نه وي ټيټ کړی راغلی وي.

د سويډيش کيميادان او اينجينير البرټ نوبل په وصيت د ساينس، ادب او سولې په برخو کې کار کوونکو دپاره د دې بنياد په کال 1901 کې اېښودی وو. د نوبل جايزه لس ملينه سوېډش کراونز چې 9 لکه 15000 ډالره ارزښت لري.

[خبر د رويټرز په مننه]

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG