لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس په چارلي هېبډو مجلې د حملې په لړ کې د ۱۴ کسانو مقدمه شروع شوه


د مشکوکو کسانو خلاف مقدمه په عدالت کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امنیت د سختو اقداماتو د لاندې شروع شوه. ای پي وايي د عدالت سره نژدې د اخبارونو په یو دوکان چارلي هېبډو مجله هم لیدل کېدله چې پکې د پېغمبر اسلام خاکې بیا شایع شوي وې
د مشکوکو کسانو خلاف مقدمه په عدالت کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امنیت د سختو اقداماتو د لاندې شروع شوه. ای پي وايي د عدالت سره نژدې د اخبارونو په یو دوکان چارلي هېبډو مجله هم لیدل کېدله چې پکې د پېغمبر اسلام خاکې بیا شایع شوي وې

د فرانس په سرښار پېرس کې په ۲۰۱۵ کې د چارلي هېبډو مجلې په دفتر د خونړۍ حملې په لړ کې د ۱۳ سړو او یوې مېرمنې مقدمه د پېرس په یو عدالت کې شروع شوه. حمله کوونکو د القاعدې سره د تړون دعوه کړې وه.

د کال ۲۰۱۵ جنورۍ په میاشت کې شوې حملې درې ورځې دوام درلود او د دریو حمله کوونکو په شمول پکې ۱۷ کسان ووژل شوو.

د چارلي ابډو د حملې وروسته هم په کال ۲۰۱۵ په پېرس کې د داعش وسله والو په بېلا بېلو حملو کې ۱۳۰ کسان ووژل شوو.

په کومو کسانو چې مقدمه شروع شوي په هغوی الزام دی چې حمله کوونکو دپاره یې وسله، موټرې او نور لاجسټک کومک کړی و خو زیاترو نیول شویو کسانو ويلي د دوی پام و چې په یو عام جرم کې دوی مرسته کوي. د ښځې په شمول په دریو کسانو د هغوی په غیرحاضرۍ کې مقدمه چلول کېږي.

د اېسوسي اېټېډپرېس ترمخه په ښځې مقدمه په غېر موجودګۍ کې ځکه چلول کېږي چې داعش کې د شمولیت دپاره هغه د فرانس نه تللې ده.

ای پي وايي د هغه وخت د فرانس صدر فرانسوه اولانډ ار ټي اېل نومې رېډیو ته ویلي دغه مقدمه به څرګنده کړي چې په چارلي هېبډو او د یهودیان په یو دوکان حمله د یو بل سره تړلې وې. د هغه په وېنا یوه حمله د رای په ازادۍ او بله د يهودیان خلاف شوي وه.

د ۲۰۱۵ د جنورۍ د اوومې نېټې نه تر د نهمې نېټې پورې د چارلي ابډو په دفتر حمله کې شریف او د هغه ورور سید کواچي ککړ و. حملې نه وړاندې مجله کې د پېغمبراسلام خاکې چاپ شوي وې او دواړو وروڼو د القاعده په نوم د حملې کوولو دعوه کړې وه.

په چارلي هېبډو د حملې دوه ورځې وروسته د یهودیانو په سپرمارکېټ حمله وکړه چې پکې څلور یرغمل شوي کسان ووژل شو. د دې وروسته ټول حمله کوونکي د فرانس پولیس سره مقابله کې ووژل شوو.

د مشکوکو کسانو خلاف مقدمه په عدالت کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امنیت د سختو اقداماتو د لاندې شروع شوه. ای پي وايي د عدالت سره نژدې د اخبارونو په یو دوکان چارلي هېبډو مجله هم لیدل کېدله چې پکې د پېغمبر اسلام خاکې بیا شایع شوي وې.

پېټرک پېلو چې چارلي هېبډو دپاره لیکل کوي او د حملې په ورځ د مجلې اداریاتي غونډې ته نه و ورغلی ای پي ته یې وویل دوی دپاره دا ډیره جذباتي مسله ده او غواړي چې انصاف وشي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG