د فرانس یو عدالت د جمعې په ورځ د کرستان ورکرز پارټۍ یا پي کی کی 11 غړو ته د ترهګرۍ د مالي مرستې په الزام سزاګانې ورکړې.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، سزا شوي کردان د ترکي وو او پې الزام و چې په فرانس کې مېشته کردانو نه يې انقلابي ټېکس یا مالیه اخېستله.
ترکي، امریکې او یورپین یونین پي کی کی ترهګر تنظیم ببلی دی. پي کی کی د تېرو څو لسیزو راهسې د ترکي په جنوب مشرقي سیمه کې ایاد کردانو د زیاتې خودمختارۍ دپاره مسلح کوښښونه کوي.
ای اېف پي وايي په فرانس کې 150000 کردان مېشته دي، په هالېنډ کې 10000 او په جرمني کې یو مېلین کردان اباد دي او په دې ابادۍ کې د پي کی کی فعالې ډلې وجود لري.
د فرانس عدالت، ای اېف پي وايي، وموندل چې په لویه پېمانه پېسې د دړکو او خلک ټولنې نه د بهر کولو دلارې راټولې کړی شوي دي.
سزا شوي څلور کسان د وړاندې نه په حراست کې وو. دوه عدالت ته حاضر نه شول. مدافعینو پي کی کی سره د تعلق الزام رد کړو، وېل يې چې په فرانس کې پي کی کی وجود نه لري.
سزا شویو کسانو ته د دریو نه تر پېنځو کلونو پورې قېد ورکړی شو.
د ترهګرۍ د نورو کېسونو برعکس عدالت مدافعین د فراس نه ملک بدر نه کړل ځکه چې په فرانس کې سیاسي پناه ورکړی شوې ده.
په کال 2020 کې فرانس د دوو کرد مېرمنو د بې درکه کېدو په اړه تحقیات شروع کړل. بیا معلومه شوه چې دوړه ښځې، یوه 18 کلنه او بله 19 کلنه، په فرانس کې د پي کی کی د تربيې کېمپونو ته تللي دي. تحقیقاتو معلومه کړه چې د فرانس په جنوبي ساحلي ښار مارسی کې مېشته کرد د ټولنې نه ټېکس جمع کوي.
تحقیقات کونکي وايي اندازه ده چې په جنوب مشرقي فرانس کې هر کال قریباً دوه اشاره دوه مېلین ډالر (دوه مېلین یوروز) راټولېږي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي