لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په کانګرس د یرغل دوه کاله پوره شوو 


د کال 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ په سلګونو حمایتیان د کانګرس په ودانۍ په داسې مهال کې ور ننوتل چې د چې د 2020 صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره د کانګرس خصوصي غونډه شروع شوي وه
د کال 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ په سلګونو حمایتیان د کانګرس په ودانۍ په داسې مهال کې ور ننوتل چې د چې د 2020 صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره د کانګرس خصوصي غونډه شروع شوي وه

د امریکې په کانګرس د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د پلویاتو د یرغل چې په عامه کچه "بغاوت" هم بلل کېږي د جمعې په ورځ یې دوه کاله پوره شوو.

د جمعې په ورځ به د کانګرس د ودانۍ په زینو یوه دستوره کېږي چې پکې به د کانګرس ځینې غړي هغو امنیتي چارواکو ته احترامات وړاندې کوي چې په کانګرس د یرغل په مهال وژل شوي او یا زخمیان شوي وو.

د جنورۍ د شپږمې نېټې په مناسبت به صدر جوبایډن په وایټ هاوس کې 12 کسانو ته "پرېزیډېنشل سېټېزن مېډل" یا د شهریانو صدارتي مېډل ورکوي. د وایټ هاوس یو چارواکي ویلي د جنورۍ د شپږمې نېټې په لړ کې دغو کسانو د جمهوریت بې مثاله خدمت کړی دی.

د کال 2021 د جنورۍ په شپږمه نېټه د ټرمپ په سلګونو حمایتیان د کانګرس په ودانۍ په داسې مهال کې ور ننوتل چې د چې د 2020 صدارتي انتخاب نتیجه په رسمي ډول د منظورولو دپاره د کانګرس خصوصي غونډه شروع شوي وه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په کانګرس د یرغلګرو هدف دا و چې کانګرس د صدارتي انتخاب نتیجه د منظورولو نه منع کړي. ډانلډ ټرمپ چې په دغه صدارتي انتخاب کې د صدارت د دویمې دورې دپاره امیدوار و، ناکامه شوی و.

د "بغاوت" په نتېجه کې د کانګرس خصوصي غونډه و ځنډېدله او د غونډې ګډون والو د خپل تحفظ دپاره ځانونه پټ کړل.

د اړي ګړي وروسته د کانګرس خصوصي غونډه بیا وشوه او د کال 2020 په صدارتي انتخاب کې یې د موجوده صدر جوبایډن کامیابي په رسمي ډول منظوره کړه.

د وایټ هاوس په دستوره کې چې به صدر بایډن کومې مېډلې 11 کسانو ته ورکوي دغه مېډلې هغو امریکایانو ته ورکول کېږي چې د ملک یا د امریکې شهریانو دپاره غېرمعمولي خدمات ترسره کړي.

مېډل ترلاسه کونکو کې یوه مور او د هغې لور هم شامل دي. دواړه په جورجیا ریاست کې انتخابي کارکونکي وې او د کار په سر ورته دړکې ورکړی شوي وې. د دوی نه علاوه مېډل ترلاسه کونکو کې د پولیس افسران، قانون سازان او د وفاقي حکومت یو پخوانی چارواکی هم شامل دی.

یو اېوارډ به د کېپیټل پولیس افسر بریان سېک نېک ته ورکړی کېږي. هغه د کانګرس په ودانۍ کې د اړي ګړي په مهال زخمي شوی و او د جنورۍ په اوومه نېټه وفات شو. صدر بایډن، نایب صدرې کامله هېرېس او د دوی کورنیو سېنک نېک ته هغه وخت احترامات وړاندې کړي وو چې جسد یې د کېپیټل روټېنډا یا د کانګرس د ګومبت دلاندې د اعزاز دپاره اېښودل شوی و.

د سېک نېک کورنۍ د هغه د مرګ په سر د ټرمپ په ضد مقدمه شروع کړې او د 10 مېلین ډالرو تاوان غوښتنه کوي.

عدالت ته خواست کې د سېک نېک کورنۍ ویلي ټرمپ قصداً خپل پلویان راپارولي وو چې په کانګرس حمله وکړي.

ټرمپ دا خبره ردوي چې هغه په کانګرس حمله کې لاس لري. هغه دریځ لري چې په کانګرس یرغل کونکو یې غږ کړی و چې د ودانۍ نه دې وخي خو د هغه مخالفین وايي ټرمپ دغه غږ ډیر ناوخته کړی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG