لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن: د غزې او لويديځې غاړې انتظامي واک د فلسطيني ادارې سره په کار دی


Israel Gaza Palestine Map
Israel Gaza Palestine Map

د امریکې صدر جوبايډن ویلي، د اسرايل او حماس د جګړې وروسته د غزې او لويديځې غاړې انتظامي واک د فلسطيني ادارې سره په کار دی. د صدر بايډن يو ليک د خالي/ شنبې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپور شوی دی. د رویټرز ترمخه، صدر بايډن په ليک کې ویلي، د امن دپاره هڅې کوي.

هغه ويلي، غزه او لويديځه غاړه د يو انتظامي چوکاټ لاندې د فلسطين د ادارې تابع او بيا يو ځل کېدل په کار دي.
نوموړي ویلي، هغه په شخړه کې د دوه رياستي حل دپاره هڅې کوي. صدر بايډن په ليک کې زياته کړې، نه ده په کار چې فلسطينيان د غزې نه په زوره وه ايستل شي بيا قبضه شي او محاصره شي. هغه ويلي، د فلسطينيانو په علاقه کې کمی نه دی په کار.

د اسرایل وزیراعظم بين يامين نېتن ياهو د فلسطيني ادارې په غزه د انتظامي واک په اړه تل ابيب کې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د هغه په خيال د فلسطيني ادارې موجوده شکل د غزې د انتظام سمبالولو قابل نه دی.
له دې وړاندې نوموړي په غزه کې د اسرايلي ځواکونو د موجودګۍ اوامنيت ساتلو خبره کړې وه.

دا وخت لویديځه غاړه د فلسطيني ادارې د انتظامي واک لاندې ده او له دې وړاندې یې د غزې انتظام هم چلولو.
خو په 2007 کې د حماس سره مقابلې وروسته یې واک په غزه ختم شوی وو.

صدر بايډن په ليک کې ویلي، په لويديځه غاړه کې په ملکي وګړو حملو کوونکو وسله والو د ويزو د پابندۍ لګولو تياريانې کوي. هغه ويلي، د اووم اکتوبر په اسرايل د حماس د حملو وروسته د اسرايل په لويديځه غاړه کې اوسېدونکو فلسطينيانو پرضد د اسرايلي اباد کارو په تشدد کې اضافه شوې ده. د امریکې صدر زياته کړې، د اسرايل په مشرانو ټينګار کوي چې په لويديځه غاړه کې د فلسطينيانو پرضد توندروه تشدد بندېدل پکار دي او د تشدد کوونکو سره حساب پکار دی.

د فلسطين صدر محمود عباس هم د صدر بایډن نه غوښتنه کړې چې د فلسطينيانو پرضد تشدد ودرولو کې کردار ولوبوي. په يو ټيلي ويژن خبرو کې نوموړي ويلي، د امریکې د صدر نه غوښتنه کوي چې په سمدستي ډول د اسرايل د حملو، لويديځه غاړه او يروشلم کې د خلکو ضد د ابادکارو پرله پسې ترهګرۍ ودرولو کې مداخلت وکړي.

په لویديځه غاړه کې خواوشا 30 لکه فلسطينيان اباد دي او دغلته د پينځه لکه نه زيات يهوديان هم مېشت دي او د غزې ابادي 23 لکه ده.


( د دې خبر معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي)

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG