د مرکزي افريقې ملک ګېبون کې د پوځي افسرانو یوې ډلې د حکومت خلاف بغاوت کړی، صدر علي بونګو (بونغو) يې د اقتدار نه لرې او نظر بند کړی دی.
پوځي افسرانو د شورو، چهارشنبې، په سحر په ګېبون ۲۴ نومې ټېلې وژن چېنل د بغاوت اعلان په داسې حال کې وکړو چې د هېواد د انتخاباتو کمېشن د خالي، شنبې، په ورځ شویو عامو ووټونو کې د صدارت د دريمې دورې دپاره د بونګو (بونغو) د کامیابۍ اعلان وکړو.
پوځي افسرانو اعلان وکړو چې د عامو انتخاباتو نتیجې رد کړی شوي، ټولې ریاستي ادارې تحلیل شوي او د ملک سرحدونه تر امر ثانې تړل شوي دي.
يو پوځي افسر وویل په ملک کې امن د دفاع په خاطر موجوده حکومت ختم کړی شوی دی.
د ابتدايي اعلان نه څو ګنټې وروسته پوځي افسرانو اعلان وکړو چې بونګو (بونغو) په حراست کې اخیستل شوی دی.
علي بونګو (بونغو ) په وړمبي ځل په کال ۲۰۰۹ کې د پلار، عمر بونګو (بونغو)، د مرګ نه پس اقتدار سمبال کړو. عمر بونګو (بونغو) په کال ۱۹۶۷ کې په تېلو د شته من ملک صدر جوړ شوی و.
د خالي، شنبې، په ورځ په ګېبون کې د شویو عامو انتخاباتو په موقع نړیوال څارونکي نه وو چې د ووټونو د شفافیت په اړه يې تشویش راپورته کړی دی. د ووټونو وروسته حکومت په انټرنېټ خنډان ولګولو او په ملک کې د شپې په وخت ګرځبندیز یا کرفیو نافذ کړه او وېل يې چې دا ګامونه د غلطو معلوماتو د مخنیوي دپاره اخیستل شوي دي.
د پوځي بغاوت د اعلان وروسته انټرنېټ په جزوي توګه بحال موندل کېدو.
په ټېلې وژن د پوځي افسران په وړمبي ځل د ښکاره کېدو نه پس د ګېبون په سر لېبروېل کې ډزې واورېدل شوې. د دې وروسته د ښار په لارو کوڅو کې شهریانو اقتدار نه د بونګو (بونغو) په لرې کېدو خوشحالۍ وکړې.
په ګېبون کې د پوځي بغاوت نه یوه میاشت وړاندې په نیجر کې هم پوځ د صدر محمد بازوم حکومت نسکور کړی چې د ۲۰۲۰ راهسې په مرکزي او مغربي افریقا کې د پوځي بغاوتونو ورستۍ لړۍ ده.
د ګېبون علي بونګو (بونغو) خلاف په کال ۲۰۱۹ کې پوځي بغاوت ناکامه شوی و.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، رویټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي
Forum