لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانۀ د اوسپنو په ريبولو څنگه ډوډۍ پيداکوي ؟


گډاني کې د جهازونو ماتولو په کار کې د خواري کښو زياته شمېره د خيبر پښتونخوا د دير ، بره شانګلې اؤ سوات ضلعې د خلکو ده .
گډاني کې د جهازونو ماتولو په کار کې د خواري کښو زياته شمېره د خيبر پښتونخوا د دير ، بره شانګلې اؤ سوات ضلعې د خلکو ده .

گډاني کې د خواري کښو داتحاديې دمشر بشير محمداني په وينا مخکې به په گډاني کې ډير مزدوران وو ، خو د تيرو څو کالونو راسې د کار کمېدو له کبله اوس دلته د ۵۰۰۰ پورې خواري کښ جهازونه ماتوي .

يو وخت ؤ چې کله به دپښتنو د خاورې نه چا د زياتې نيستۍ دلاسه د مزدورۍ دپاره مسافرۍ ته مټې بډې وهلې نو دپاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ ته به لاړل، دغلته به يې په کلونو کلونو مزدوري کوله، دخپل کور کلي نه به ناخبره وؤ اؤ د تار، خط يا کيسټ دلارې به يې په مياشتو وروستو دخپل کور کلي احوال اخستو اؤ يا به يې د ځان د احوال نه هم په دغه ذريعه نور خلک خبرول.
خو څومره چې د وخت تيريدو سره دنړۍ دمعاشي وضعيت تقاضې بدلې شوې هم دومره ورسره پښتانۀ هم د نوي دور د تقاضو له مخې مخ په بره لاړل اؤ اوس پښتانۀ کراچۍ ته يواځې څوکيدارۍ، سړکونو جوړولو،ماتولو، بيره توب اؤ منشي توب له نۀ ځي بلکې په ټوله نړۍ کې د ژوند د هر مد دننه د حاضر دور د تقاضو سره سم په باوقاره اؤ ذمه دارانه انداز خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
نن کۀ په اروپا،امريکا اؤ خليجي هيوادونو کې په لويې شمير پښتانۀ د روزگار اؤ نوکريو په سلسله کې ديره دي نو د خپلې خاورې دننه هم پښتانۀ په اعلي منصبونو فائز دي اؤ دنړۍ د نورو قامونو سره اوږه په اوږه د پرمختيا زغل کوي.
خو کراچۍ چې دا مهال د بدامنۍ،تشدد اؤ اړي گړي په غيږه کې پرته ده دغه لويې د رڼاگانو ښار بيا هم دپښتنو دپاره خپل زوړ اؤ تاريخي ارزښت دلاسه نۀ دى ورکړى اؤ نن هم په لکونو پښتانۀ په دغه لويې ښار کې په روزگار اخته دي .
د کراچۍ په دفترو کې هم پښتانۀ ليدل کيږي،په کارخانو کې هم اؤ لکه د تيرو وختونو په سختو مزدورو کې هم د پښتنو خولې بهيږي.
د کراچۍ ښار نه نزدې ۵۰ کلوميټره لرې د بلوچستان حب سيمې ته څېرمه گډانی هاغه ځايې دی چر ته چې په زرگونو پښتانۀ د رزق گټلو په تکل کې کلکې اوسپنې ريبي اؤ ځانله ددغه اوسپنو نه ټوک ډوډۍ پيدا کوي .
د گډاني په دغه سيمه کې د اوسپنې نه جوړ سمندري جهازونه يا بېړۍ ماتيږي
دغه سمندري بېړۍ چې پکې د سمندر د لارې نړيوال تجارت کيږي چې کله زړې شي . نو بيا ماتولی شي او اوسپنه يې په بل کار کې پکار راوستل کيږي.

گډاني کې د جهازونو ماتولو په کار کې د خواري کښو زياته شمېره د خيبر پښتونخوا د دير ، پورې شانگلې او سوات ضلعې د خلکو ده .
گډاني کې د خواري کښو داتحاديې دمشر بشير محمداني په وينا مخکې به په گډاني کې ډير مزدوران په مزدورۍ بوخت وو ، خو د تيرو څو کالونو راهسې د کار کمېدو له کبله اوس دلته د ۵۰۰۰ پورې خواري کښ جهازونه ماتوي .
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې نوموړي د جهازونو ماتولو د کار په اړه وويل جهازونه په درې قسمه ماتولى شي
،يو دا چې جهاز په اوبو کې ولاړ وي ، مزدوران پرې اوبو کې دپاسه لگيا وي ماتوي يې .
دويم کار د وچې او اوبو په منځ کې دی دغلته خواري کښ لگيا وي د جهاز نه غټې غټې جدا کړی شوې ټکړې وچې ته را وباسي .
دريم کار په وچه دی ،خوارکښ لگيا وي دغه اوسپنې دومره وړې وړې کړي چې په ټرکونو کې وړلی شي .
هغه وويل څنگه چې د کارونو نوعيت بدل دی دغه شان يې اجرت هم جدا جدا دی .
په اوبو کې د جهاز غوڅونکي استاذ دياړي ۹۲۰ روپۍ او هغه سره د هېلپر يا مرستيال ۸۰۰ روپۍ وي ،
دغه شان په کناره د استاذ ۷۱۰ روپۍ او مرستيال ۴۲۰ روپۍ او په وچه استاذ ۶۵۸ روپۍ او مرستيال ۴۲۰ روپۍ د ورځې دياړي وي.

هغه وويل د دوي د کار وخت د سهار ۷ بجو نه تر مازيگر ۴ بجو وي . او دا خواري کښ د ټېکدارانو سره کار کوي او دياړي ورته هغوئ ورکوي .
د دير ضلعې سره تعلق لرونکې زيارت خان پُرمېن دی او د جهاز ماتوؤنکو خواري کښو څارنه کوي . وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره يې خبرو کې د گډاني د خوارۍ په اړه وويل ، دلته يې د ناستې ولاړې ، استوگنې او خوراک څښاک کار ډير ښه نه دی .
بجلي ورته نشته ، د څښلو دپاره ورته پاکې اوبه هم ډېرې نه ميلاويږي او کاريې سخت دی . د اوسپنو سره لوبې کول دي .
خو زيارت خان وايې دوي دغلته خوشحاله دي . ځکه چې مزدوري ورته ميلاويږي او غټه خبره دا ده . چې په گډاني کې دوي د بدامنۍ او نور بدو پېښو نه په ډډه دي .
هغه وويل ، په غټ جهاز نزدې ۳۰۰ پورې مزدوران لگيا وي ماتوي يې ، او په څلورو مياشتو کې يو ټوټې ټوټې شي او اوسپنه يې لاړه شي .
هغه وويل يوه خبره دا ده چې پخوا به دغه اوسپنې په لاسونو ماتول کېدې ډېره گرانه به وه . خو اوس د اوسپنو غټې غټې څادرې په ګېس رېبلی شي او کار اسان شوی دی . بل دا چې د اوسپنو څادرې په کرائنونو راکاږل شي او په لوډرو باندې گاډو کې بار کيږي .
د خواري کښو په وينا وس ورته دا يو کار اسان شوی دی چې د وسپنو څادرې په گېس پرېکوي
د خواري کښو په وينا وس ورته دا يو کار اسان شوی دی چې د وسپنو څادرې په گېس پرېکوي
د گډاني خواري کښ وايې د دياړۍ نه پرته ورته نورې څه اسانتياوې نشته .
خواري کښ دلبر وايې د ۱۵و کالو راهسې په گډاني کې مزدوري کوي او وخت يې ښه تيريږي . خو دلبر وايې د کار په وخت راته د ټېکدارلخوا يوه جوړه عېنکې او يوه جوړه دستانې راکولى شي. نور خپل حفاظت په خپله کوؤ .
د اوسپنو او اوسپنو د پړو نه ځان ساتو ، گنې که څوک په د اوسپنې په څادريا رسۍ ولگي نو سم يې ورېبي .
د خواري کښو د اتحاديې د مشر بشير په وينا پوره گډاني کې ټول ۱۳۲ پلاټونه دي . او پو پلاټ ځانله جهاز ماتېدو ته ودريږي او په يو پلاټ کې نزدې ۲۵۰ مزدوران وي .
هغه وويل په ټول گډاني کې يو وړوکی روغتون دی او هلته دومره علاج کيږي ، چې د کوم ژوبل يا ناروغه ابتدايې علاج پکې ترسره شي . بيا يو اېمبولنس دی او که کومه حادثه وشي نو ژوبل د کراچۍ روغتونو ته وړلی شي .
هغه دا هم وويل مخکې به د جهاز اخستونکو غټو سوداگرو ته د جهاز يو ټن اوسپنه په ۲۵۰ ډالره پريوته ، اوس ورته په ۴۵۰ ډالره پريوځي . او د ډالر بيعه هم ډېره لوړه شوې ده . خو ټېکداران خواري کښو ته هغه پخوانۍ دياړي ورکوي او نورې اسانتياوې يې هم د نشت برابر دي .
خو خواري کښ وايې چې په گډاني کې د ځينو خواري کښو کار ښه دی او ځينې په ستړې کې دي .
د خواري کښو په وينا کار يې د ټېکدار په لاس کې دی . که ټېکدار ښه وي روپۍ ورته په وخت ورکوي او ډېره سختي ورسره نه کوي .

خو د گډاني ټېکداران وايې دوي مزدورانو ته پورته حق ورکوي او کوم زياتی ورسره نه کوي .
د راپورونو ترمخه د گډاني شپ برېکنگ يارډ د نړۍ درېم نمبر لويې شپ برېکنگ يا د جهازونو ماتولو اډه ده . وئيل کيږي د اتيايم لسيزه د گډاني غوره وخت وو ، ۳۰۰۰۰ مزدورانو به دلته په يو وخت کارکولو . خو د هند او بنگله دېش د جهازونو ماتولو د اډو جوړېدو نه وروسته دلته پنځمه حصه کار کم شوی دی .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG