کراچۍ کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شوي کسانو لپاره د انصاف غوښتنې جلسه
پي ټي اېم د کراچۍ په فقيرا ګوټ سيمه کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شوي کسانو لپاره د انصاف غوښتنې لپاره جلسه کړې. د جنوبي وزیریستان نه د قامي اسمبلۍ غړی او د پي ټي اېم مخکښ علي وزیر وايي دی په خپله د دغې پیښې شاهد دی چې د امنیتي عسکرو لخوا په پر امنه احتجاج کوونکو ډزې وشوې او په کې ۱۵ کسان ووژل شول