لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه روغتون ویلي په النصیرات کې په اسرایلي برید کې ۲۰ تنه وژل شوي


په غزه کې د یو ځايي روغتون/ هسپتال چارواکو لخوا ویل شوي چې د اتوار/ یکشنبې په ورځ د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه برید د فلسطین په النصیرات مهاجر کیمپ کې په یو کور شوی.

د غزه په مرکز کې د الاقصی شهید روغتون لخوا خپور شوي یو بیان کې ویل شوي ٫٫ مونږ ته ۲۰ مړي او ګڼ نور ژوبل کسان وروسته د هغې راوړل شوي کله چې د غزه په مرکز کې جوړ النصیرات مهاجر کېمپ کې په یو کور اسرایل هوايي بمبار وکړو٬٬.

یاد کېمپ د غزه په مرکز کې دی.

ځايي خلکو ویلي دغه برید په ځايي وخت د شپې ۳ بجې شوی او اسرایلي پوځ ویلي دوي د دغه رپورټونو پلټنې کوي.

د فلسطین سرکاري خبري ادارې وفا د رپورټ تر مخه په ژوبل شوي کسانو کې ګڼ ماشومان هم دي او امدادي کارکونکي د برید وروسته د بې درکه او د ملبې لاندې شوي کسانو په لټون کې بوخت دي.

د روانې میاشتې (می) د پېل راهسې د کله نه چې اسرایل په رفح کې ٫٫ هدفي٬٬ پوځي عملیات پېل کړي، د النصیرت کېمپ په مرکز کې وخت په وخت سخته جګړه او د اسرایل لخوا بمباري رپورټ شوې.

د غزه په جبالیه کېمپ کې بیا د فلسطیني وسله والو او اسرایلي پوځ ترمنخّ د څو ورځو راهسې جګړه روانه ده. ځايي خلکو ویلي چې د دغه نښتو وروسته په غزه کې د شپې په وخت په اسرایلي بمبارۍ کې یو شمېر کورونه په نخښه شوي.

اسرایلي پوځ تیره ورځ په غزه کې د دوو نورو عسکرو د وژل کیدو پخلی کړی.

د اسرایل د پوځ په وینا د اکتوبر ۲۷مې نېټې راپه دیخوا د کله نه چې په غزه کې پوځي عملیات پېل شوي، د اسرایل ۲۸۲ عسکر په غزه کې وژل شوي.

د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG