لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرايل بريدونو کې د غزه تر ټولو غټ روغتون په نخښه شوی


د رويټرز خبري ادارې ترمخه، د حماس د کنټرول لاندې د صحت د وزارت ویاند اشرف القدره ویلي، اسرايل د جمعې په ورځ په څو ساعتونو کې څو روغتونونه په هدف کړي دي.
ويل شوي اسرايل د غزې تر ټولو غټ روغتون الشفا هم په هدف کړی شوی چرته چې په زرګونو کسانو پناه اخستې وه، او هغوی اوس د دغه ځای څخه په تېښته دي.
د اسرایل پوځ دعوه کړې، په ياد روغتون کې حماس کمانډ مرکز او سورنګونه جوړ کړي وو، خو حماس دغه تورونه رد کړي دي.
حماس په اووم اکتوبر په اسرايل حمله کړې د 1400 نه زيات اسرایليان يې وژلي او د 240 نه زيات یې يرغمل کړي وو.
نيتن ياهو ويلي، څو پورې چې حماس يرغمل شوي کسان نه وي خوشي کړي هيڅ ډول جنګ بندي به نه کيږي.
امريکې حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
د شفا روغتون ډايريکټر ویلي، اسرايل د ياد روغتون خالي کولو غوښتنه کړې خو د ناروغانو بل ځای ته منتقل کولو ځای نه وو.
د روغتون مشر محمد ابو سلميا ويلي، ناروغان به یې چرته ويستل؟.
د فلسطين رېډ کراس يا هلال احمر ويلي، د جمعې په ورځ په غزه کې په القدس روغتون د اسرايل د پوځ په ډزو کې يو تن وژل شوی او 28 نور ژوبل شوي دي. ويل شوي په ژوبلو کې زيات ماشومان دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن ويلي، د فلسطيني وګړو د خونديتوب په لړ کې يو څه پرمختګ شوی خو د وژنو کمولو او د جنګ سره مخ غزه کې د بشري مرستو رسولو دپاره نور ډېر څه کولو ته اړتيا لري.
نوموړي د منځني ختيځ نهه ورځنۍ دوره کړې او بيا یې د نوي دهلي سفر کړی دی.
په نوي دهلي کې یې خبريالانو سره په خبرو کې ویلي، د فلسطيني وګړو د خونديتوب په لړ کې يو څه پرمختګ شوی خو نور ضرورت لري.
د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت د جمعې په ورځ ویلي، د اووم اکتوبر وروسته په غزه د اسرايل په حملو کې 11,078 کسان وژل شوي 4506 پکې ماشومان دي.
د صحت وزارت ویلي، 21 روغتونونو کار پرېښودی او 47 د صحت مرکزونه غېر فعاله شوي دي.
په فلسطين کې د بشري حقونو درېو ډلو په اسرايل د جنګي جرمونو او نسل وژنې تورونه لګولي او د نړیوال عدالت نه یې د دې د پلټنو غوښتنه کړې ده
اسرايل چې په هېګ کې د ياد عدالت غړی نه دی او نه یې تسليم کړی دی، په سمدستي ډول یې دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلی.
تيره اوونۍ په اسرايل کې د اووم اکتوبر د حماس د حملو متاثرينو هم نړيوال عدالت ته خواست کړی وو چې د حماس د جرمونو پلټنې وکړي.
د امریکې د نړیوالې پرمختيا د ادارې د 1000 نه زياتو چارواکو د بايډن انتظاميې نه په يو پرانستي لاسليک کړي خط کې غوښتنه کړې چې په سمدستي ډول جنګ بندي وکړي.
د اسرايل وزیراعظم د زیارت په ورځ د امریکا فوکس نيوز ته ویلي، اسرايل د غزه فتح کولو، په غزه د قبضې کولو يا حکومت کولو دلچسپي نه لري او نه په جنګ بندۍ کې کومه دلچسپي لري.
هغه ویلي، جنګ بندي کول د حماس په وړاندې د وسلې اېښودو په معنی دی.
له دې وړاندې هغه ویلي، اسرايل به د غزې د امنيت زمه واري په غاړه ولري خو نور تفصيل یې نه وو ويلي. خو زياته کړې یې ده په غزه کې د باور وړ ځواک په ځای کولو ته اړتيا لري چې د وسله والو د ګواښونو مخنيوي وکړي څنګه چې حماس په اسرايل کړي وو.
او سپينې ماڼۍ ويلي، اسرايل د زیارت په ورځ د شمالي غزه په ځينو برخو کې د حماس د وسله والو پرضد پوځي عملياتو کې هره ورځ د څلورو ساعتونو پورې د وقفې کولو ويلي دي.
ويل شوي، د دغې وقفې مقصد په بشري بنيادونو مرستې رسول او د فلسطينيانو د هغه ځای نه خوندي ځايونو ته منتقل کول دي چرته چې د اسرايل د پوځ ځمکنۍ او هوايي حملې ډېرې په شدت کې دي.
د سپينې ماڼۍ یو چارواکي ویلي، د زيارت په ورځ اسرايل د غزې د ساحل سره يوه بله لاره هم پرانستې چې نور فلسطينيان د علاقې څخه ووځي.
د غزې په شمال کې چې جګړه په زور کې ده، ملګرو ملتونو ویلي، اسرايل چې د اتوار په ورځ يوه لاره پرانستې، لږ تر لږه 80000 کسان د سيمې څخه وتلي وو.
او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، د شورو په ورځ د اسرايل د پينځه ساعته وقفه کې 50000 کسان جنوب پله تښتېدلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG