د غزې د جګړې ضد د کولمبيا پوهنتون څخه پيل شوي احتجاجونه د امریکې نورو تعليمي ادارو ته غځېدلي او د غورځنګ بڼه یې اخستې ده. د زده کوونکو احتجاج ته د اظهار د ازادۍ او يهودو مخالفت په توګه کتل کيږي.
د زده کوونکو د احتجاج وروسته ځينو تعليمي ادارو د زده کړو لړۍ په کورونو کې پيل کړې ده.
پوليسو ځينې زده کوونکي نيولي، او ځينو ته پکې د عدالتونو څخه سمنونه هم جاري شوي دي.
زده کوونکي غوښتنه کوي په غزه کې دې سمدستي جنګ بندي وشي او امریکا دې اسرايل ته د وسلې ورکول ودروي.
د کیليفورنيا سټېټ پولي ټيکنک پوهنتون اعلان کړی، د مظاهرينو لخوا په ودانۍ د قبضې وروسته ياد کېمپس د شورو- چارشنبې د ورځې څخه بند کړل شوی او زده کړې په انټرنېټ ورکول کيږي.
په مېسي چيوسټس کې د هارورډ پوهنتون د مظاهرچيانو قابو کولو دپاره اقدامات کړي دي، په غېر متعلقه کسانو یې کېمپس ته په ورتلو بنديز لګولی او په مختلفو ځايونو کې بې د اجازته کښېناستو يا خېمو لګولو یې هم بنديز لګولی دی.
د ادب د پي اېچ ډي محصل کرسچن ډيلين ويلي دي، د هارورډ پوهنتون انتظامیه زده کوونکي د مظاهرو څخه ولې ودروي، او زده کوونکو ته داسې ځای پکار دی چرته چې هغه د خپلو خیالاتو څرګندونه کوي.
هغه ويلي، "مونږ د پوهنتون د کېمپس په څېر ځايونه د مظاهرو دپاره کارولی شو چرته چې زمونږ غږ اورېدل کېدی شي".
د امریکې د سېول لبرټيز يونين سره اړونده وکیل بين وزنر ويلي، په کالج کې د يونين مشران دا وخت د سخت مشکل سره مخ دي ځکه د دوی نه يواځې دا زمه واري جوړيږي چې يقيني کړي، خلک دې د خپلو خيالاتو څرګندونه وکړي، بلکې د زده کوونکو ځورل، ګواښونه ورته کول او د ويرې څخه ورته هم د تحفظ ورکول د هغوی زمه واري ده.
احتجاجونه څنګه وغځېدل؟
په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره د کولمبيا پوهنتون زده کوونکي د تیرو څو مياشتو راهسې احتجاج کوي، زور یې هغه وخت واخستو چې تيره اوونۍ د پوهنتون صدر مينوش شفيق پوليسو ته خواست کړی چې په کېمپس کې د مظاهرينو خېمې لرې کړل شي.
پوليسو په 18م اپرېل کارروايي کړې د 100 نه زیات مظاهرېن یې نيولي له هغې وروسته دغه د احتجاجونو لړۍ نورو تعليمې ادارو ته غځېدلې ده.
مينوش شفيق د ګل/ دوشنبې په ورځ د سکول کميونټۍ ته په يو پېغام کې ویلي، په کېمپس کې چې څه کیږي هغه پرې خفه دی ځکه د ځيني يهودي زده کوونکو وينا ده، په اسرايل نيوکه په يهود مخالفت بدله شوې ده.
د امریکې د استازو د اېوان سپيکر مايک جانسن د شورو په ورځ په کولمبيا پوهنتون کې د يهود زده کوونکو سره د ليدو اراده لري، او په خبري غونډه کې به په تعليمي ادارو کې د يهودو د مخالفت په اړه خبره هم کوي.
په نيويارک کې د سېول لبرټيز يونين د نهې په ورځ په يو بيان کې خبرداری ورکړی، چې پوهنتونونه د مظاهرو ختمولو دپاره د قانون نافذونکو ادارو په رابللو کې تادي کوي.
د ګروپ اېګزېکټيو ډايريکټر لبرمېن ویلي، چارواکو ته په اسرايل کېدونکی تنقيد دې د يهود دښمنۍ يا مخالفه سياسي بيانيه غلي کولو دپاره د کرکې ډکو بيانونو سره ونه تړل شي.
د کوټلي بحث اړتيا
د مشيګن پوهنتون زده کوونکي ليواوربچ ویلي، که مونږ په پوهنتونونو کې د بېلابيلو ټولنو ځای غواړو، نو د مختلفو ټولنو ترمنځ بحث پکار دی.
هغه ويلي، دا وخت هیڅ بحث نه کيږي.
د مېسي چيوسټس انسټيټيوټ اف ټکنالوجي (اېم آی ټي) د فزکس زده کوونکې هنادايدباني ترمخه، په کولمبيا پوهنتون کې چې څه وشو، زده کوونکي یې اغېزمن کړي دي.
تور یې لګولی، دا وخت په کېمپس کې څو پروفېسران د خپلې څيړنې دپاره د اسرايل د دفاع وزارت څخه نېغ په نېغه پېسې اخلي، زمونږ د پوهنتون د انتظامیې نه غوښتنه ده دغه د څيړنې اړيکې دې ودروي.
د قانون زده کوونکي ملک افا ويلي، په کيليفورنيا پوهنتون کې د نهې په ورځ نزدې 30 خېمې لګول شوې، احتجاج پيل کړل شوی او دا خلک د کولمبيا پوهنتون څه متاثره دي.
په غزه کې د شپږو مياشتو راهسې روانه جګړه کې د غزې د صحت د وزارت ترمخه، د 34,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
په اووم اکتوبر حماس په اسرايل حمله کړې، د اسرايلي چارواکو په وينا په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او خواوشا 250 يې يرغمال کړي وو.
Forum