لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې امدادي کارکونکي وایي ، د اسرایل په بریدونو کې ۱۴ تنه وژل شوي دي


د غزې سول ډیفنس ایجنسۍ د خالي یا شنبې په ورځ وویل چې د اسرایلو په هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي، خو د اسرایلو پوځ ویلي چې د دې سیمې په شمال کې یې لسګونه وسله وال د منځه وړي دي.

سول ډیفنس ویاند محمود بسال AFP خبري ایجنسۍ ته وویل، یو هوايي برید د خان یونس په جنوبي سیمه کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو په خیمو وشو چې لږترلږه نهه کسان یې ووژل.

فلسطیني سرې میاشتې/ هلال احمر هم د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړی او ویلي یې دي چې په برید کې ۱۱ تنه نور ټپیان شوي چې ناصر روغتون ته وړل شوي دي.

بسال وویل، دویم هوايي برید پنځه کسان ووژل او شاوخوا ۲۲ یې ټپیان کړل کله چې د اسرایلو جنګي الوتکو د فهد الصباح سکول په نښه کړ، چې د غزې ښار په الطفه ولسوالۍ کې د "زرګونو بې ځایه شویو" لپاره د پناه په ځای بدل شوی و.

هغه زياته کړه، وژل شوي او ټپيان د الاهلي عرب روغتون ته وړل شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې، اسریلي پوځ په څو سکولونو کې په پناه ځایونو باندې بریدونه کړي چې اسرایلو ویلي چې فلسطیني وسله وال پکې فعالیت کوي.

بل اړخ ته د اسرایلو پوځ وویل چې د دوی سرتیرو د غزې په شمال کې د جبالیا په سیمه کې "لسګونه ترهګر" وژلي، چیرته چې دوی د یوې میاشتې راهیسې پراخ هوایي او ځمکني عملیات ترسره کوي چې مقصد یې د حماس د بیا تنظیم کولو مخه نیول دي.

پوځ زیاته کړه، اسرایلي ځواکونو هم د دې علاقې په جنوب کې د رفح په سیمه کې څو وسله وال وژلي دي.

پوځ دا مهال په دوه اړخیزه جګړه کې ښکیل دی، پوځیان یې په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د حماس سره جنګیږي.

حماس او حزب الله دواړه امریکا، برتانیې او نورو لویدیځو هیوادونو د ترهګرو ډلو په توګه پیژندلي دي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي، "تېره ورځ، د اسرایل هوايي ځواک په لبنان او غزه کې تر ۵۰ ډېر د ترهګرو هدفونه په نښه کړي دي.

بیان زیاتوي، "په نښه شویو هدفونو کې پوځي ډهانچې/جوړښتونه، د وسلو ذخیره کولو تاسیسات او لانچرونه شامل وو."

په غزه کې د اسرایلو جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د حماس وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه پر اسرایلو برید وکړ.

په یاد برید کې، د حماس وسله والو ۱۲۰۰ کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمال کړل، او په غزه کې پیل شوه. اسرایل وايي، باور لري چې حماس تر اوسه ۱۰۱ تنه یرغمل له ځان سره نیولي دي، چې ۳۵ یې د پوځ په وینا وژل شوي دي.

په غزه کې د اسرایلو ځوابي برید د سیمې د روغتیا وزارت په وینا، له 43,000 څخه ډیر خلک وژلي دي، چې په دې کې د وسله والو او ملکي خلکو شیمره له جدا شوي نه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG