لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جنرال یسېن: پوځ د بشري حقونو سرغړونو کې ککړ نه دی


جنرال یسېن: پوځ د بشري حقونو سرغړونو کې ککړ نه دی

د پېښور کورکمانډرلېفټینټ جنرال اصف یسین ملک هغه تورونه بې بنیاده گرځولي چې وایي پوځ جنگیالي د نیولو وروسته د محکمې نه پشي شا وژني.

دبشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ پخپل يو راپور کې د پاکستان په پوځ تور لگولى وو چې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې يې 238 کسان دمحکمې څخه پشي شا وژلي دي. په پېښور کې یو سیمینار ته د وینا په مهال کورکمانډر وویل ددغه تورونو مقصد دترهگرۍ پرضد د پوځ هحو ته نقصان رسول دی.
ښاغلي مللک زیاته کړه چې د جنگیالو د ختمون او خلکو امینت یقیني کولو پورې به پوځ په دغه سیمو کې موجود وي. د پېښور کورکمانډر وینا وه چې په قبایلي سیمو کې د شکست وروسته اوس ترهگر په ښارونو کې د بریدونو کولو سره ویره تره جوړول غواړي. نوموړي وویل په قبایلي سیمو کې حالات په کنټرول کېدي او ترهگر په تېښته دي.

XS
SM
MD
LG