لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت نسکورولو د سازش په الزام جرمني ۲۵ کسان ګرفتار کړي دي


د سرکاري وکیلانو ترمخه ۲۲ جرمن شهریان د "ترهګر تنظیم" د غړیتوب په الزام نیول شوي دي او درې نور کسان چې یو پکې د روس شهري دی، د دغه تنظیم د ملاتړ په شک نیول شوي دي. ۲۷ نور کسان د تفتیش دلاندې دي
د سرکاري وکیلانو ترمخه ۲۲ جرمن شهریان د "ترهګر تنظیم" د غړیتوب په الزام نیول شوي دي او درې نور کسان چې یو پکې د روس شهري دی، د دغه تنظیم د ملاتړ په شک نیول شوي دي. ۲۷ نور کسان د تفتیش دلاندې دي

د زرګونو په شمېره کې جرمن پولیس د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ملک په ګڼ شمېر ښارونو کې د ښي لاس د سخت دریځه خلکو خلاف چاپې وهلي او د چارواکو په قول ۲۵ کسان يې نیولي چې په مبینه توګه يې غوښتل چط په مسلح بغاوت کې حکومت نسکور کړي.

اېسوسي اټېډپرېس خبري اداره په خپل رپورټ کط وايي د وفاقي حکومت وکیلان یا څارنوالانو وویل چې ۳۰۰۰ پولیس چارواکو د جرمني په ۱۱ ریاستونو کې په ۱۳۰ ځایونو چاپې وکړې.

ای پي وايي جرمني د نازيانو د دور خپل ماضي په اړه حساسیت لري او په ملک کې د ښي لاس سخت دریځو خلکو خلاف د پولیس چاپې څه غیر معمولي خبره نه ګڼل کېږي خو د پولیس د تازه اقداماتو کچه په غیر معمولي ډول زیاته وه.

د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن د پولیس چاپې د "ترهګرۍ خلاف اپرېشن" ووبللو او ويې وېل ممکنه ده چې مشکوکو کسانو د ریاستي ادارو خلاف د مسلح حملې سازش تیار کړی و.

حکومتي وکیلانو وویل مشکوک کسان د ريخ سېټېزنز نومې تحریک سره تړون لري چې د جنګ عظیم نه وروسته جوړ د جرمني ایین ردوي او د حکومت د نسکور رولو غوښتنه کوي.

د سرکاري وکیلانو ترمخه ۲۲ جرمن شهریان د "ترهګر تنظیم" د غړیتوب په الزام نیول شوي دي او درې نور کسان چې یو پکې د روس شهري دی، د دغه تنظیم د ملاتړ په شک نیول شوي دي. ۲۷ نور کسان د تفتیش دلاندې دي.

سرکاري وکیلانو وویل ګرفتار شویو کسانو په مبینه توګه تېر کال یو ترهګر تنظیم په دې مقصد جوړ کړی و چې د جرمني موجوده ریاست وغورځوي او د دې په ځای خپل ریاست قایم کړي چې دوی يې تیاری کولو. د حکومتي وکیلانو ترمخه مشکوک کسان د دې نه خبر وو چې دوی خپل هدف یوازې په مسلح طریقه ترلاسه کولی شي او د ډلې ځینو غړو د جرمني په وفاقي پارلېمنټ د حملې کوټلي تیارۍ کړې وې.

يادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG