لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش څلور مشکوک وسله وال په جرمني کې په امریکايي اډو د حملو په سازش کې نیول شوي


ای پي په خپل رپورټ کې وايي په دې ټول وخت کې دغه کسان په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو. د حکومتي وکیلانو ترمخه دغه ډلې د حملو دپاره وسله اخېستي وه او راوسان د بم جوړولو مواد راغوښتلي وو
ای پي په خپل رپورټ کې وايي په دې ټول وخت کې دغه کسان په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو. د حکومتي وکیلانو ترمخه دغه ډلې د حملو دپاره وسله اخېستي وه او راوسان د بم جوړولو مواد راغوښتلي وو

په جرمني کې مامورینو ویلي پولیس د داعش څلور مشکوک وسله وال ګرفتار کړي دي چې په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو او په جرمني کې په امریکايي پوځي اډو یې د حملو منصوبه سازي کوله.
د وفاقي حکومت قانون پوهانو وویل مشکوک وسله وال د شورو، چهارشنبې، په ورځ سهار وختي د نارت راین ویستفالیا ریاست په بېلا بېلو برخو کې ونیول شوو.

د نیول شویو کسانو نومونه عزیز جان بي، محمد علي جي، فرهاد شاه کی او سنت الخ کی ښودل شوي دي چې د تاجکستان شهریان دي.

اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره وايي د ډلې مشر ۳۰ کلن تاجک راوسان بي نومې تن دی چې د تېر کال د مارچ د میاشت راهسې نیول شوی دی خو دا چې هغه په څه لړ کې نیول شوی دی نه ده معلومه.

رپورټ وايي په ټولو څلورو واړو کسانو به په ترهګر تنظیم کې د غړیتوب الزامات لګول کیږي.

حکومتي وکیلانو ویلي نیول شوي کسان د تېر کال د جنورۍ په میاشت کې په داعش کې شامل شوي وو او ورته وویل شوي وو چې یو ټولګی دې جوړ کړي، لومړی یې په تاجکستان کې د حملې سازش کولو خو بیا یې په جرمني کې موجود د امریکايي د هوايي پوځ په اډو د حملو منصوبه کوله. دوی په یو تن هم د حملې سازش اراده وه چې دوی ګڼلو چې په اسلام تنقید کوي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په دې ټول وخت کې دغه کسان په افغانستان او شام کې د داعش مشرانو سره په رابطه کې وو.

د حکومتي وکیلانو ترمخه دغه ډلې د حملو دپاره وسله اخېستي وه او راوسان د بم جوړولو مواد راغوښتلي وو.

رپورټ وايي د خپلې منصوبې دپاره د مالي وسایلو د پیدا کولو دپاره راوسان په مشکوک ډول په البانیه هېواد کې د یو کس د وژلو په سر ۴۰۰۰۰ ډالر اخیستې وې خو بیا دغه سازش ناکامه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG