په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د انتهايي خطر سره مخامخ افغانانو جرمني (المان) ته د ورتګ دپاره برلن نوی پروګرام شروع کړی دی.
روېټرز خبري اداره وايي د جرمني د داخله او خارجه چارو وزارتونو افغانانو په اړه دغه اعلان د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړو.
رپورټ وايي جرمني ژمنه کړې چې د طالبانو په واکمنۍ کې په خصوصي توګه د خطر سره مخامخ ۳۸۰۰۰ افغانانو ته به پناه ورکوي او ۲۶۰۰۰ افغانان پکې جرمني ته رسېدلي هم دي.
د پروګرام دلاندې به جرمني هره میاشت ۱۰۰۰ افغانانو او د دوی کورنیو ته د ورتګ اجازت ورکوي چې پکې به زیاتره هغه کسان شامل وي چې د ښځو او انساني حقونو، د عدليي، سیاست، مطبوعاتو، تعلیم، ثقافت، لوبو او د ساینس په برخه کې کارکوي.
روېټرز وايي د جرمني د دغه پروګرام به هغه کسان هم ګټه اخیستلي شي چې د جنس او یا د مذهب په بنیاد د زورونې ښکار شوي وي.
د جرمني د داخله چارو وزېرې نېنسي فېسر په یو بیان کې وویل د ضوابط سره سم به هغه افغانستان ته تحفظ ورکول کېږي چې کمزوري او په خصوصي ډول د خطر سره مخامخ دي.
روېټرز وویل د تحفظ ضرورت مند افغانانو ته د رسېدو دپاره به جرمني د شهري حقونو تنظیمونو سره همکاري کوي. دغه پروګرام به د ۲۰۲۵ پورې دوام لري.
رپورټ وايي برلن د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي