لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د خوست غلام خان لار د لنډ وخت لپاره د تړلو امر کړی


khost border closer
khost border closer

د افغانستان خوست ولایت چارواکي ویلی د دغه هیواد اولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان سره دغلام خان بندر د تړل کیدو امرصادر کړی.

چارواکي وايي، د غلام خان بندر تر دې دمه نه دی تړل شوی خو صدر اشرف غني د خوست ولایتي چارواکو ته په صادر شوي فرمان کې ویلي، غلام خان بندر دېترهغې وتړل شي ترڅو چې په دې بندر کې د تجارتي مالونو د لیږد رالږد لپاره اړین وسایل او تجارانو لپاره اسانتیاوې نه وي رامنځ ته شوي.

د خوست ولایتي چارواکو او یو شمیر افغان سوداګرو بیا د اولسمشر اشرف غني دغه فرمان پرضد غبرګون ښودلی. د خوست ولایتي شورا غړی قمرعلي لکڼوال په خوست کې د یوې خبري غونډې پرمهال ویليد افغانستان او پاکستان حکومتونه باید سوداګري له سیاسته لرې وساتي.

ښاغلي لکڼوال د صدر اشرف غني څخه دهغو ژمنو د پوره کیدو هیله کړې چې د کمپاین پرمهال یې د غلام خان بندر په یوې رسمي سوداګریز بندر د بدلو ژمنه کړې وه.

نوموړي وویل: ٫٫ په بندر کې نوي عصري تاسیسات جوړشوي، د غلام خان مکمل سټاف موجود دی، د کنټرول او چیک سپي موجود دي، کمېساري هلته موجوده ده، هیڅ داسې یو شی نشته چې د لارې د بندیدولامل وګرځي. پاتې شوه د سکینرو مسله، نو مونږ وایو چې دوی دې سکینرې هم راوړي، قوي کنټرول دې وشي خو د لارې بندیدل په هیڅ صورت مونږ ته د منلو وړنه دي.٬٬

په ورته وخت کې یو افغان سوداګر جمال تڼۍ د تجارتي مالونو پر وړاندې دغلام خان بندر تړل کیدو سره په خبري غونډه کې د نورو سوداګرو په استازیتوب د مخالفت په څرګندونو سره وايي، که دغه لار وتړل شي د پولې دواړوغاړو سوداګروته به په ملیونونو ډالره زیان ورسیږي.

ښاغلي جمال تڼۍ وویل:٫٫ لومړی مې د دواړو هیوادونو پاکستان او افغانستان له حکومتونو څخه غوښتنه دا ده چې دا د تجارانو او د تجارت موضوع ده له دې نه دې سیاسي کشاله نه جوړوی، لار اوس هم خلاصه ده مونږ د ټرانیزیټ د ټولو اوصولو له عملي کیدو سره مخالفت نه کوو خو که وتړل شي مونږ به د ولایتي شورا په مرسته لوې مظاهرې وکړو.٬٬

د خوست والي حکم خان حبیبي بیا وي او ای ډیوه ته ویلي، له د کابل څخه دغلام خان بندر د تړل کیدو لپاره امر نه بلکې په دې بندر د تجارانو لپاره د اړینو اسانتیاو او سهولتونو د برابریدو سپارښتنه شوې ده.

نوموړي ویلي سیمه ایزه اداره هڅه کوي چې دغلامخان بندر کې امنیتي کمرې، تجارتي مالونو د چیک لپاره سکینرونه او امنیتي ملحوظات په پام کې نیولو سره ټاکل شوی پلاوی هڅه کوي چې ټولو اړتیاو ته دحل لار پیدا کړې ترڅو د رسمي تجارتي لارې په توګه غلامخان بندر د تجارانو پرمخ خلاصه شي.

نوموړي وویل:٫٫ د دې مکتوب هدایت دا و هرڅومره چې ژرکیږي په بندرکې دې تاسیسات جوړشي، مونږ همدې هدایت ته په کتو یوعاجل پلاوۍ ټاکلی ترڅو هلته د امنیتي لحاظه اړونده ضرورتونه رفع شي له هغې وروسته به مونږ په ډاډه زړه سره وکولی شو چې په پراخه پیمانه راکړه ورکړه ترسره شي، د بندیدو په اړه یې کوم تشویش نه دی موجود او که بندیږي هغه به هم په موقتي شکل سره وي.٬٬

دافغان حکومت لخوا دغلام خان بندر د تړل کیدوپه تړاو اندیښنې په داسې حال کې رامنځ ته شوي چې یوه اونۍ وړاندې د پاکستان حکومت په غوښتنه د خوست له سیمه ایزې ادارې سره په هم غږۍ د تجارتي مالونو د لیږد رالیږ پرمخ پرانیستل شوه.

د افغانستان خوست ولایت سره پرپوله دغلام خان بندر شاوخوا څلور کاله وړاندې وروسته له هغې د پاکستان حکومت لخوا تړل شوې وه چې هغه هیواد په شمالی وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه د ترهګرو پرضد عملیات پیل کړل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG