لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزاله جاويد او دهغې پلار خورو ته سپارل شوي دي


پښتو ژبې ځوانه، نوميالۍ او مشهوره هنرمنده غزاله جاويد او د هغې پلار جاويد چې د گل په ماسخوتن په پيښور کې وژل شوي وؤ
پښتو ژبې ځوانه، نوميالۍ او مشهوره هنرمنده غزاله جاويد او د هغې پلار جاويد چې د گل په ماسخوتن په پيښور کې وژل شوي وؤ

د پښتو ژبې ځوانه، نوميالۍ او مشهوره هنرمنده غزاله جاويد او دهغې پلار جاويد چې دگل په ماسخوتن په پيښور کې وژل شوي وؤ د نهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دسوات په مينگوره سيمه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
د دغه وژل شوې هنرمندې او دهغې دپلار په جنازه کې ديو شمير هنرمندانو او ځائي اوسيدونکو ترڅنگ دهغې مينه والو هم په گڼ شمير کې برخه واخسته.
په جنازه کې شامل يو فنکار واجد چې پخپله هارمونيم يا باجه غږوي ډيوه ريډيو ته وويل دغزاله جاويد دوژنې سره دفنکارانو ورورولي دسختو انديښنو سره مخ شوې ده.
هغه غزاله جاويد ته پيرزوئينې وړاندې کړې او وې وئيل که دپښتنو فنکارانو سره دغسې سلوک کيږي نو پښتو موسيقي به ختمه شي.
واجد وويل دهغه خور پخپله هم سندرې وائي او ددغه پيښې څخه وروستو دهغه خور او ټول فاميل يې هم دويرې سره مخ شوى دى.
په جنازه کې شامل يو بل طبله نواز ذوالفقار هم غزاله جاويد ته پيرزوئينې وړاندې کړې او وئيل دفنکارانو ورورولي دهغې په مړينه سخته درديدلې ده.
په دغه جنازه کې د اصف اقبال په نوم يو بل برخه وال اصف اقبال ډيوه ريډيو ته وويل هغه دفنکارانو سره ډيره مينه کوي او دغزاله جاويد سره چې څه وشول په دې سخت خفه دى.
اصف اقبال زياته کړه دغزاله جاويد په وژنه دسوات دخلکو ملا ماته شوې ده.
دسوات دبڼ سيمې يو بل هنرمند دلاور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل دهغه کشره خور دغزاله جاويد ملگرې وه او دواړو به يو ځايې سندرې وئيلې.
هغه وويل دغزاله جاويد دوژل کيدو سره مونږ سخت ويريدلي يو.
نوموړي وويل مونږ کمزوري خلک يو ، چاته ازار نۀ ورکوؤ، بايد حکومت تحفظ راکړي.
غزاله جاويد دگل په ماسخوتن دپيښور په ډبگرۍ سيمه کې هاغه وخت وژل شوې وه چې ديو بيوټي پارلر څخه وتله.
دغزاله جاويد مور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل” دتيرې څه مودې راهسې غزاله جاويد ډيره ساه نيولې وه او دمرگ په ورځ يې هغې ته وئيلي ؤ مورې نن زما دا ساه ډيره ډوبه ، ډوبه کيږي“
دغزاله جاويد مور وويل پيښور ته غزاله جاويد دسندرو ريکارډ کولو دپاره راغلې وه.
دهغې وينا وه ددغه پيښې څخه وړاندې غزاله جاويد څلور سندرې ريکارډ کړې وې او دوه ورته پاتې وې.
نوموړې وويل غزاله جاويد په دغه مهال پلار ته وويل چې دوه سندرې به بيوټي پارلر ته دتگ څخه وروستو درحيم شاه سره يو ځايې ريکارډ کوي.
هغې وويل پيښور ته چې راغلل نو غزاله جاويد ورڅخه وغوښتل چې پلار يې پيښور کې دوؤ شپو کولو ته اماده کړي.
دغزاله جاويد مور وويل دهغې په مړينه دټول ټبر ملا ماته شوې ده.
هغې وويل څلور لوڼه او څلور ځامن لري ، خو نور به خپلې لوڼه دفن دنيا ته پرې نۀ ږدي.
دغزاله جاويد کشرې خور فرحت ډيوه ريډيو ته وويل دغزاله جاويد ساه تنگه شوې وه او ډير يې غوښتل چې سندره ووائي.
هغې دغزاله جاويد دوژنې تور دهغې په پخواني خاوند ولگولو او وې وئيل دغه سړى د دوي څخه نۀ په قلاريدو.
بايد وويل شي دوژل شوې فنکارې او دهغې دپلار دمړينې دعوه دهغې دخور فرحت له لوري په شوي ايف ائي ار کې دغزاله جاويد په پخواني خاوند اودهغه په نورو دوؤ ملگرو شوې ده.
په کلتوري چارو نظر لرونکي يو خبريال نثار محمود دغزاله جاويد دوژنې په اړه ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل لمړى خلک دفن او سندرې په اساس دغزاله جاويد په څير هنرمندانې دومره خوښوي چې دوادۀ تر حده يې مجبورې کړي ، خو وروستو بيا هم دغه فن او سندره ددغو هنرمندانو څخه دکرکې او نفرت سبب وگرځي.
هغه وويل ديو فنکار او هنرسره مينه دټولې معاشرې په گډه وي.
نوموړي زياته کړه دغزاله جاويد په وژنه کې دنورو ځوانو هنرمندو جينکو دپاره هم ډير سبق پروت دى او هغوي بايد په دې پوهه شي چې زياتره وخت په جذباتي توگه ترسره شوې رشتې خو يا ددوي دمرگ وسيله جوړيږي او يا ترې فن او هنر وشوکوي.
د وژل شوي هنرمندې غزاله جاوید د ژوند او فن په اړه نور معلومات تاسو د ډیوه ریډیو خبریال فیاض ظفر په رپورټ کې اوریدې شۍ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG