د طالبانو حکومت په افغانستان کې د پوهنتونونو د لومړي پړاو د داخله امتحان یا کانکور د پیلېدو اعلان کړی خو نجونه پکې بیا ګډون نه شي کولای د امتحانونو ملي ادارې ویلي په امتحان کې د نجونو د ګډون پرېکړه د تعلیم او لوړو زدکړو وزارت پورې اړه لري.
د طالبانو حکومت وایي دا ځل به داخله امتحانونه له پښتو او دري ژبو سره سره په عربي او انګرېزي ژبو هم اخیستل کیږي، وایي په عربي او انګرېزي ژبو پوښتنې یې هم تیارې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د امتحانونو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د پوهنتونونو راتلونکی داخله امتحان اعلان کړ خو د نجونو د ګډون په اړه یې وویل:
"هر کله چې د فورمو ترتیب او کړنلار یې بشپړه شي او کله چې د ازموینو ملي ادارې ته مراجعه وکړي، مونږ له هغوی ازموینه اخلو، دا مسایل د ادارو پورې مربوط دي، د هغو ادارو له پالیسیو سره تړاو لري ددغسې مسایلو په اړه ښه به وي چې له هغوی پوښتنه وشي".
د 2021م له ستمبر میاشتې راهیسې 978 ورځې کیږي چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي پورته نجونې له تعلیمه محرومه ساتلې دي او له یونیم کال راهیسې 518 ورځې کیږي چې د نجونو پوهنتونونه او د لوړو زدکړو ادارې بندې ساتل شوې دي.
د طالبانو د حکومت د امتحانونو د ملي ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د روان کال د پوهنتونونو داخله امتحانونه به په پینځو پړاوونو کې د افغانستان په 16 ولایتونو کې تر سره کیږي.
حقاني وویل د لومړي پړاو امتحانونه به د جون پر شپږمه پیلیږي او درې ورځې به دوام کوي، د دویم پړاو امتحانونه به د جون پر 21 او 22، د دریم پړاو امتحانونه د جون پر 27 او 28، د څلورم پړاو امتحانونه د جولای پر څلورمه، پینځمه او شپږمه او د پینځم پړاو امتحانونه به جولای پر 12مه تر سره کیږي.
حقاني وویل د داخله امتحانونو د سیسټم د معیاري کېدو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په همکارۍ د سیسټم پر اصلاح او نوي کېدو کار شوی خو دا یې ونه ویل چې په دې برخه کې ولې د نجونو د ګډون په اړه کار نه دی شوی.
د طالبانو د حکومت د امتحانونو د ملي ادارې مشر دا ونه ویل چې دا ځل به په دغو امتحانونو کې څومره کسان ګډون کوي، خو وایي تېر کال 84,234 هلکانو په داخله امتحانونو کې ګډون کړی وو او په دغو کې 44,336 بریالي شوي وو.
د ملګرو ملتونو، د اسلامي همکارۍ تنظیم، د بشري حقونو نړیوالو ادارو، امریکې او ګڼ شمېر هېوادونو په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر اعلی تعلیم لګولی بندیز ختم کړي.
خو د طالبانو حکومت وایي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم یې بشپړ بندیز نه دی لګولی بکلې د لنډې مودې لپاره یې ځنډولی دی او کله چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي هغوی ته به بیرته د تعلیم اجازه ورکړه خو تر درو کلونو تېرېدو وروسته یې هم لا د دغو اقداماتو نتیجه نه ښکاري.
Forum