لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په ګولډن ګلوب جایزو کې د افغان مېرمنو تحریک ستایل شوی


د هاليووډ د نړیوالو جایزو ګولډن ګلوب په غونډه کې وتلي اداکار او هدایتکار شون پېن د افغان میرمنو د خپلو حقونو لپاره روان تحریک ستایلی دی.

تیره شپه د لاس اینجلس په بېورلی هیلټن کې د ګولډن ګلوب 2023 جایزو په مهال په خپله وینا کې شون پېن وویل چې د هالي ووډ فلمونه تش یو خیالي نړۍ نده بلکې د حقیقي قیصو نه ژور اثر اخلي:


زه نن شپه دا مرحله د نړۍ د ېوې رېښتونې بېلګې په توګه داسې بیانووم چې د فلم نړۍ ورڅخه الهام اخلي لکه د ایران راپورته شوي ځوانان یا د افغانستان د میرمنو تل پاتې تحریک

\
\

شون دا خبرې د اوکراین صدر زېلینسکي ته د وینا د بلنې څخه وړاندې وکړې.

د هالي ووډ د یو شمیر نورو فلمونو او ډرامو تر څنګ په افغانستان کې د پخواني حکومت په وخت کۍ د میدان ښار کم عمرې ښاروالې ظریفې غفاري په کار او زیار په ان لاین بڼه د فلمونو ښودونکې ادارې نیټ فلیکس فلم “د هغې په لاسونو” کې هم د افغان میرمنو د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په اثر کې جوړ شوی دی.

د شون پین د افغان میرمنو د وېنا په هکله اغلې غفاري ډیوه ته وویل:

دا کیدی شي یو تجارتي اعلان په شکل د افغان ښځو مبارزو ته یو څه اندازه د یو څو محدودو کړیو توجه واړوي

خو ظریفه غفاري د افغان میرمنو د وسني مشکلاتو په هکله د نړیوالو د هڅو څخه ډیره خوشاله نه ښکاري، هغې وویل:

په ټوله کې، بدبختانه چې د افغانستان موضوع او د افغان ښځو قیصه نور د نړۍ په مهمو موضوعاتو کې نه شمېرل کیږي او نه هم ورته پام کیږي

په پینځلسم اګست 2021 کال کې د سخت دریځو اسلام پالو طالبانو په افغانستان د قبضې ورستو په ښځو د تعلیم په ګډون ګڼ شمیر محدودیتونه لګول شوي دي.

طالبان وايي چې د ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به اسلامي او افغان اقدارو سره سم حالات برابروي.

ددغو محدودیتونو په ضد پخپله په افغانستان کې دننه او له هیواده بهر میشتو افغانانو لخوا په تسلل سره مظاهرې او غوښتنې روانې دي.

د شون پین په آند د ازادۍ خوب د انسانو لپاره يواځې یو اسایش ندی بلکې یو انساني حاجت دی چې بې د مبارزې او قربانۍ نشي ګټل کیدلې.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG