لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي وايي پاکستان داقتصادي بدحالۍ په لوري نه دی روان خو څېړونکي په دې دعوؤ باور نه لري


د وزير اعظم شهباز شريف د دفتر څخه جارى شوې بيان کې ويل شوي چې وزیر اعظم هم د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې په رېکارډ کمښت اندېښنه څرګنده کړې ده.
د وزير اعظم شهباز شريف د دفتر څخه جارى شوې بيان کې ويل شوي چې وزیر اعظم هم د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې په رېکارډ کمښت اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اقتصادي چارو پوهان وايي ترڅو چې د ايي ایم ایف سره دپاکستان دقرض پروګرام نه وي پرځاي شوی او روان سياسي اړی ګړۍ نه وي تم شوی نو پاکستان خپل اقتصاد ته د ورپېښ بحران نه نه شي وتلی.

خو بل اړخ ته د پاکستان د اقتصادي چارو مسولين پرله پسې باور ورکوي چې پاکستان د اقتصادي سقوط خوا ته نه دی روان او په راتلونکې مياشت کې به د تېلو نرخونو کم او د ډالر په مقابله کې به د روپۍ قدر مستحکم شي .

دا په داسې حال کې ده چې دجمعې په ورځ هم روپۍ د ډالر په مقابله کې يو ځل بيا لاندې راغلې او د ونډو بازار پرله پسې په دوېمه ورځ هم د مندۍ ښکار پاتې شوی دی. د جمعې په ورځ هم د روپۍ په مقابله کې د ډالر په قيمت کې د يوه روپۍ اؤ نولس پېسو ګرانېدو سره په بینک کې 228 روپو ته ختلی دی.

پرون د زيارت په ورځ د وزیر اعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د مرکزى کابينې په غونډه کې د هېواد د اقتصادي چارو وزیر مفتاح اسماعیل ویلي چې د ډالر د کچې راکمولو لپاره ټول اړین ګامونه اخستل کېږي او تر راتلونکې مياشتې به پاکستاني روپۍ د ډالر په مقابله کې مستحکم شي.

د وزير اعظم شهباز شريف د دفتر څخه جارى شوې بيان کې ويل شوي چې وزیر اعظم هم د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې په رېکارډ کمښت اندېښنه څرګنده کړې ده.

په عېن حال کې د پاکستان د ونډؤ بازار هم د جمعې په ورځ د کاروبار د پېل راهيسې د مندۍ ښکار پاتې شوی دی.

د پاکستان سټاک اېکسچېنج د وېبپاڼې ترمخه کی اېس سي 100 انډېکس د 290 پواېنټونو نه لاندې غورځېدلی دی.

د اقتصادي چارو خبریال او کارپوهه طاهر امين ډيوه ته وايي حکومتي وزیران داسې دعوې د خلکو او مارکیټ د ډاډ لپاره کوي.

دی وايي دا وخت د هېواد دننه سياسي اړي ګړي اقتصاد هم د بحران سره مخامخ کړی دی.

وايي تر څو چې سياسي بې ثباتي ختمه نه شي او ايي ایم اېف په اعلا کچه دپور د شوې لوظنامې منظوري نه وي ورکړې نو اقتصاد به هم دا شان ګنګس وي.

نوموړی وايي که سعودي عرب او نور دوست هېوادونه د پاکستان سره مالي مرستې ته تیار شي نو بیا امکان شته چې ايي ایم اېف د شپږو اربو ډالرو دقرض پروګرام بحال کړي.

د پاکستان تجارتي خساره 48 بيلېنه ډالرو ته رسېدلې ده او د شمېرو ترمخه د تېر کال راهيسې په بجټ خساره کې هم 9 فيصدى اضافه شوې او دا خساره دا وخت 5100 ارب روپو ته جګه شوې.

هم دا راز د کرنټ اکاونټ خساره په 17 بيلېنه ډالره ولاړه ده او په تېرو څلورو مياشتو کې د بهر ملکي زر مبادلې په ذخيره کې هم 7 اربه ډالره کمی رېکارډ شوی او د پاکستان د مرکزى بنک ترمخه د دوي سره اوس مهال د زرمبادلې ذخیره تر 9.3 بيلېنه ډالرو لاندې راغلې ده.

که څه هم حکومتي وزیران په راتلونکي مياشت کې د تېلو په نرخونو کې د کمي او د روپۍ په قدر کې د استحکام دعوې کوي خو تاجران لا هم په اقتصادي وضعیت اندېښنې ښایي.

ورځپاڼه ډان د فېډرېش اف پاکستان چېمبر اف کامرس اېنډ اندسټريز د صدر عرفان اقبال د قوله لیکي چې د روپۍ قدر تر داسې ځاې رسېدلی چي اوس دا د هېواد قامي سلامتيا ته په ګواښ کې بدل شوی.

اقبال وايي پاکستان د سري لنکا پشان صورتحال سره له مخ کېدو لرې نه دی.

خو بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر معراجِ الحق ډيوه ته وايي که موجوده مرکزي حکومت تر کال نيم پورې پاتې کېږي نو بیا هيله شته چې اقتصادي حالت ښه او روپې مستحکم شي خو زياتوي د تېلو په نرخونو کې د کمي امکان نشته.

وايي پرون چې حکومتي وزيرانو په کابينه کې د کوم اعتماد جوړولو خبره کړې ده نو دا بې ځایه نه ده.

حکومت تمه لري چې د دوستو هېوادونو څخه به تر 8 اربو ډالرو پورې مالي مرسته ترلاسه شي. او بله دا چې چي د ايي اېم اېف پروګرام هم بحالېږي.

نوموړی وایي دې سره به د بهر ملکي زرمبادلې په ذخيره فشار کم شي او ورسره به د روپۍ په قدر کې هم استحکام راشي.

نوموړې دا ګنګوسي هم ردوي چې ګواکې د پاکستان اقتصاد د پرځېدو لوري ته روان دی. پاکستان د ستونزو سره مخ د اقتصاد د بحالې لپاره د امریکا نه هم مرسته ملاتړ غواړي. او دې لړ کې د بهرنیو چارو لپاره د وزير اعظم شهباز شريف معاون طارق فاطمي تېره ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د مرستيال سکرټري وېنډي شېرمېن سره هم ليدل کتل کړي وؤ.

په واشنګټن کې د پاکستان د سفارت لخوا جارى شوې بيان کې ويل شوي چې طارق فاطمي وينډي شېرمېن ته وېلي اسلام اباد واشنګټن ته د اقتصادي ستونزو سره مخ د پاکستان د اقتصاد د بحالې په هڅو کې د يو مهم شراکت دار په سترګه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG