لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا ترقیاتي بجټ په اصلاحاتو کې لوې خنډ دی: اقبال ظفر جګړا


FATA Reforms Protest in Islamabad
FATA Reforms Protest in Islamabad

اشفاق مومند

د خېبر پښتونخوا ګورنراقبال ظفرجګړا ویلي د قبايلي سیمو اصلاحاتو عملي کولو په لار کې لوې خنډ د مرکزي او صوبايي حکومت ترمینځ د فاټا پرمختیا لپاره ټاکل شوي بجټ یا پیسو د لګښت پرسر شخړه ده.

ګورنر دغه خبره د خېبر اېجنسۍ باړې تحصیل د سفر په مهال ځايي خلکو ته په خپله وینا کې کړې ده.

اقبال ظفر جګړه ویلي بنیادي شخړه دا ده چې د مسلم لیګ ن مرکزي حکومت دغه پېسې په خپل لاس لګول غواړي، او د تحریک انصاف صوبايي حکومتباندې باور نه لري. ګورنر زیاته کړې: ٫٫ مونږ ورته وایو چې دا به مرکزي حکومت په خپل لاس لګوي او که تاسو ته يېدرکړو بیا به کمیږي. راتلونکي لسو کالو کې چې په فاټا کې ١٠٠٠ اربه روپۍ ولګي نو د دغه سیمې ټول ضرورتونه به پوره شي.٬٬

څیړونکي وایي د پاکستان قبایلي سیمو لپاره که څه هم د مرکزي حکومت لخوا په قامي بودیجه یا بجټ کې هر کال په اربونو روپۍ ایښودل کیږي،ولې دغه ټولې پیسې بیا د قبایلي سیمو د پرمختیا ادارې فاټا سیکټریټ ته نه ورکول کیږي.

کال ٢٠١٧م کې د قبایلي سیمو لپاره په قامي بجټ کې ٢٦.٩ اربه روپۍ مختص کړی شوې وې، خو د فاټا سیکټریټ چارواکو ترمخه مرکزي حکومت دغه فنډونه په مکمله توګه نه وې ورکړې.

د اقتصادي چارو کار پوه حق نواز د وفاقي حکومت دغه دعوې ردوي او واييکه دغه پيسې پرځاې لګول شوي وی نو په قبایلي سیمو کې به څه نه څه په نظر راتلل.

حق نواز وايي: ٫٫ پیسې چې چرته لږي هلته ښکاري. ماته خوپه قبایلي سیمو کې د ترقۍ کوم کارونه نه ښکاري. نه چرته غټ هسپتال شته، نه سړکونه، اوس هم خلکو ته بنیادي سهولتونه نه دي تر لاسه، په سکولونو کې استاذان نشته او د امنیت خپلې مسلې دي. ٬٬

د قبایلي سیمې پارلیماني غړی شهاب الدین خان وي او ای ډيوه ته ویلي د پاکستان څلور واړه صوبې قبایلي سیمو ته په بجټ کې 3٪ برخه ورکولو باندې رضا نه دي او نه د هیواد ادارې د قبایلي سیمو اصلاحاتو کې غرضي ښکاري ځکه چې دهغوي ګټې په موجوده نظام کې دي.

شهاب الدین خان دهړکه ورکړې قبایلي اولس اوس ددغه نظام نه تنګ راغلي ځکه يې په احتجاجونو لاس پورې کړی او ترڅو چې اصلاحات نه وي پرځاې شوي دوي به په ارام نه کښېنی.

د خېبر پښتونخوا ګورنر دې تازه څرګندونو د قبایلي سیمې اصلاحاتو په اړه ډيرې مهمې پوښتنې راپورته کړي. د حکومتي شمار شمیرو ترمخه قبایلي سیمو ته کله هم په یو کال کې ۱۰۰ بلینه روپۍ نه دي ورکړی شوي نو څنګه به راتلونکو لسو کالو کې هر کال ۱۰۰ اربه روپۍ دغه سیمو ته ورکول کیږي؟

د قبایلي سیمې مشران وايي د پاکستان پارلیمان دا فیصله خو وکړه چې د سپریم کورټ او پيښور هايي کورټ واک اختیار قبایلي سیمو ته وغځوي خو لا دا نه ده معلومه چې په دغه سیمو کې به فیصلې د ایف سي ار، که د پاکستان د عمومي قانون لاندې کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG