لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې د تېرې شپې راهسې ځمکنۍ جګړه او هوايي بریدونه روان دي


په غزه کې د تېرې شپې راهسې د اسرایلي ځواکونو او حماس وسله والو تر منځه ځمکنۍ جګړه روانه ده او د غزه تر ټولو لوې هسپتال شفا روغتون مشر محمد ابو سلمیه تېره ورځ ویلي، اسرایلي عسکر د دغه روغتون نه تاو شوي.

د اسرایل پوځ بیا تېره ورځ ویلي دوي به نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ د دغه هسپتال نه کوچني ماشومانو په ویستو کې مرسته کوي. په دغه روغتون کې لویه بشري ستونزه رامنځ ته شوې. د اسرایل د پوځ ویاند ډېنیل هګاري تېره ورځ ویلي ٫٫ مونږ به دغلته پکار مرستو ورکولو کې کمک کوو.٬٬

په دغه ورغتون کې دوه ماشومان د خالي/ شنبې په ورځ مړه شوي او که د جنریټر لپاره پکار تېل ختمیږي نو د ګڼو نورو ماشومانو ژوند د خطر سره مخامخ کېداې شي.

د روغتون مشرپه ټېلیفون د خبرو په وخت ویلي، ٫٫ په روغتون کې ټول طبي اوزار ودریدلي او د مرګوني حالت ناروغانو مړه کیږي.٬٬ کله چې دغه ډاکټر دغه خبرې کولې نو تر شا یې د ډزو او چاودنو اوازونه اوریدل کیدل. تر اوسه دا نه دغه معلومه چې د شپې شوې جګړې د لاسه به د وړو ماشومانو د ویستلو په پلان کوم اثر شوی وي او که نه.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو یو ځلې بیا د جنګ بندۍ غږونه رد کړي، نوموړي ویلي هغه ډزبندي به نه کوي چې پکې د اکتوبر په ۷مه نېټه د حماس وسله والو لخوا تښتول شوي اسرایلیانو د خوشي کیدو خبره نه وي.

بې پولې ډاکټرانو ویلي په غزه کې هسپتالونه د ٫٫ بې رحمه بمبارۍ٬٬ سره مخ دي. د ادارې تر مخه د غزه الشفا هسپتال څو وارې په نخښه شوی چې پکې د ماشومانو د پېداېش څانګه او د عامو ناروغانو څانګه شامله ده. د ادارې تر مخه په دغه بریدونو کې ګڼ شمېر ناروغان وژل شوي.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو دا خیال رد کړی چې کله د حماس او اسرایل جګړه ختمه شي نو د غزه واک دې فلسطیني ادارې ته حواله کړی شي. د اسرایلي وزیراعظم دغه خبره د امریکا صدر جو باېډن د انتظامیې د دریځ سره په ټکر کې ده.

د خالي/ شنبې په ورځ په یو خبري کانفرنس کې چې کله د نیتن یاهو نه د غزه واک فلسطیني انتظامیې ته ورکولو په اړه پوښتنه وشوه نو نوموړي ووېل، ٫٫ هلته به نور څه وي،٬. فلسطیني انتظامیه د غربي غاړې کنټرول لري. د اسرایل وزیراعظم زیاته کړې، ٫٫ هلته به داسې انتظامیه نه وي چې خپلو ماشومانو ته د اسرایل نه کرکه ورښایي، ورته ښايي چې اسرایلیان مړه کړۍ او یا د اسرایل ریاست د منځه یوسۍ.٬٬

اسرایلي ځواکونو د خالي/ شنبې په ورځ د الشفا روغتون بهر د حماس د وسله والو سره جګړه هم کړې، په دغه روغتون کې په زرګونو ناروغان، د هسپتال عمله او عامو خلکو پناه اخستې. د روغتون مشر ویلي، اسرایلي ځواکونه د هسپتال بهر او دننه چې څوک ویني پرې ډزې کوي او د ودانیو تر منځه د خلکو تګ راتګ هم نه پرېږدي.

د اسرایل یو پوځي افسر کرنل مووش ټېټرو هم د هسپتال بهر د جکړې پخلی کړی خو دا خبره یې رد کړې چې په هسپتال نیغ په نیغه برید شوی. نوموړي ویلي چې هغه د هسپتال د مشر سره په رابطه کې دی او ورته یې وړاندېز کړی چې څوک د هسپتال د شرقي غاړې نه وتل غواړي نو دوي یې مرستې کولی شي.

د اسرایل پوځ افسران تور لګوي چې حماس وسله والې ډلې د هسپتال لاندې جوړ شوي سرنګونو کې وسله پټه کړې او دغلته یې د جګړې چلولو یو مرکز هم دی. ځکه دغه ودانۍ د پوځ د عملیاتو مرکز ګرځېدلی. خو د هسپتال کارکونکي او حماس ډله دغه خبره ردوي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو د جمعې په ورځ په الشفا روغتون د ډزو تور رد کړی او په حماس یې تور لګولی چې دغه ډلې په اسرایلي ځواکونو یې راکټي برید کوو چې پرې دغه روغتون په نخښه شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG